Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرافیک ریاست: هیڅ موټر چلوونکی د موټر تر رنګولو پرته فعالیت نشي کولای

د کابل د ټرافیک پولیسو ریاست وايي، هیڅ موټر چلوونکی د خپل موټر د رنګولو بهیر تر بشپړېدو وړاندې نشي کولی په ښار کې فعالیت وکړي.

د کابل د ټرافیک پولیسو رییس، خیال محمد غاور زیاتوي، که چېرې د ټکسي کوم چلوونکی له دغې پرېکړې سرغړونه وکړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

خیال محمد غاور و ویل: « له ټولو ټکسي چلوونکو مې غوښتنه دا ده چې د رنګ کولو لپاره د مراجعې پر مهال تر هغو چې پروسه نه وي بشپړه شوي، او یا یې هم موټر ګلګل یا یې هم اشارې یا نور وسایل خلاص کړې وي، ښار کې دې له تګ راتګ ډډه وکړي.»

له دې سره سم، د ټکسي ځینې چلوونکي وايي، د موټرو د رنګولو بهیر ډېر وخت نیسي او له اړوندو مسوولینو غواړي چې، دغه بهیر چټک کړي.

موټر چلوونکی، اجمل و ویل: « هغو چې تر اوسه یې موټر رنګ کړې نه دي او یوازې استر یې ورکړی، اړ دي چې ښار کې وګرځي، خو که پېښه رامنځته کیږي نو له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.»

بل موټر چلوونکي، سید افضل و ویل: « د ټرافیکو له ریاست مو تمه ده چې زیړ رنګ پاتې موټر دي هم بشپړ شي. او ځینې موټر پلیټ نه لري او ځینې نور بیا خراب دي.»

تر دې وړاندې د ټرافیکو عمومي ریاست ویلي و، چې په څلورو زونونو کې یې تر ۲۰ زرو ډېرې ټکسیانې رنګ کړي، چې ۷ زره یې په کابل کې دي.
دغه ریاست زیاته کړې وه، چې دا چاره په ټول هېواد کې روانه ده.

د ټکسي ځینې چلوونکي وايي، د موټرو د رنګولو بهیر ډېر وخت نیسي او له اړوندو مسوولینو غواړي چې، دغه بهیر چټک کړي

شریک یي کړئ