Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اولاف شولټس: له جرمني د مجرمو افغانانو د ایستلو بهیر به دوام وکړي

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټس په بروکسل کې، د اروپایي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې، یو ځل بیا له دغه هېواده، د هغو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کوي چې، په وینا یې په جرمونو یې لاس پورې کړی دی.

ښاغلي شولټس په یوې خبري ناسته کې ویلي چې، د کډوالو د ایستلو له هغې ډلې د افغانانو ایستل مهم بحث دی او دا کار بایده عاقلانه وشي.

د جرمني لومړی وزیر اولاف شولتس په دې هکله زیاتوي:«موږ ډېر شمېر افغان جنایتکاران لرل چې، هغوی مو افغانستان ته وشړل. دا یو پیچلی بهیر و؛ خو موږ واتوانېدو چې، دا کار ترسره کړو او داسې کسان به بیا هم بېرته ستانه کړو. جنایتکاران بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.»

په جرمني کې د ځينو افغان هېوادوالو د ایستلو موضوع تر هغې وروسته راپورته شوه چې، د اسلام د یوه ضد غورځنګ لخوا په رابلل شوي لاریون کې یوه افغان د یوه پولیس افسر په ګډون څو کسان ټپيان کړل چې، وروسته بیا یاد شوی پولیس افسر د ټپونو له امله ومړ.
 
تر دې مخکې هم د جرمني د کورنیو چارو وزیر او د زاکسن ایالت د یوه جګپوړي چارواکي په ګډون د دغه هېواد یو شمېر جګپوړو چارواکو له دغه هېواده د ځينو افغان کډوالو پر ایستلو ټينګار کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال په دې هکلکه طلوع‌نیوز ته وايي:«په جرمني کې د دغه هېواد د فډرال حکومت د ښي‌پالو مخالفینو د بریا په خاطر، د سیاسي او اقتصادي بدلونونو له راتګ سره، مرکزي حکومت اړ شوی د هېواد د وزارت د وړاندېز پر بنسټ، د زرګونه ناقانونه کډوالو د مخنیوي لپاره بندیزونه زیات کړي چې، تر ډېره له افغانستان، سوریې او ترکیې څخه المان ته ځي.»

 د جرمني د لومړي وزیر دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې، دغه هېواد د روان زېږدیز کال د اګست میاشتې په وروستیو کې هغه ۲۸ افغانان وایستل چې، د دغه هېواد د چارواکو په وینا، په جرمونو تورن وو.

تر دې مخکې هم د جرمني د کورنیو چارو وزیر، د دغه هېواد یو شمېر جګپوړو چارواکو له دغه هېواده د ځينو افغان کډوالو پر ایستلو ټينګار کړی دی.

شریک یي کړئ