Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېوادوالو د حقونو د تامین لپاره د امر بالمعروف وزارت ژمنه

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام طلوع‌نیوز ته ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې، په هېواد کې د ټولو 
هېوادوالو حقونه تامین کړي.

ښاغلی خیبر زیاتوي چې، هغوی [اسلامي امارت] د هېوادوالو د حقونو د تامین لپاره لا ډېر او په غوره بڼه هڅې کوي.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند وايي:«۸۰ سلنه مېرمنو ته حقونه ورکړل شوي، هغه که د ودونو برخه کې وي، د میراث په برخه کې وې یا نورې ازادۍ یا حقونه چې، اسلام ورکړي او بنسټیز حق یې دی، دغه وزارت او متحسبینو ورته ۸۰ سلنه رسېدنه کړې ده.»

د سیف‌الاسلام خیبر په خبره، امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د مېرمنو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقونو خوندیتوب کې جدي دی او دغه‌راز ټینګار کوي چې، په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ښځو د میراث د حقونو تامین په اړه ښه اقدامات شوي دي.

سیف الاسلام خیبر زیاتوي:«ښځه له خپلو ټولو هغو حقونو څخه، په ډېره کمه سلنه به استثنا لري چې، رسیده‌ګي ورته نه‌وي شوي، هغوی ته موږ اخته یو هڅې کوو چې، رسېدنه وکړو.»

ورته مهال، ځينې دیني عالمان وايي، اوسنی اسلامي نظام باید د ټولو هېوادوالو په ځانګړي توګه د مېرمنو حقونو ته لا ډېر پام وکړي.

دیني عالم سمیع‌الله محمدي طلوع‌نیوز ته وايي:«په اسلام کې مېرمنو ته د ژوند په هره برخه کې اسانتیاوې شته، د زده‌کړو په برخه کې د روغتیا په برخه کې او دغه‌راز بې‌وزلۍ ته رسېدنه ډېر حقونه لري، د نارینه‌وو حقونه هم شته او مېرمنې هم حقونه لري.»

بل دیني عالم عبدالرحمن عابد هم څرګندوي:«باید د نارینه‌وو او مېرمنو حقونه خوندي وي او د مېرمنو حقونو ته باید لازیاته پاملرنه وشي؛ ځکه چې مېرمنې محروم او بې‌وسه طبقه ده.»

تر دې وړاندې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویلي و چې، د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته د مېرمنو د میراث په برخه کې څه باندې ۴۵۰۰ دوسیو ته رسېدنه کړې او د نږدې ۵ زره اجباري ودونو مخه نیول شوې ده.

شریک یي کړئ