Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات - اسلام کلا پر لار د ګڼې ګوڼې کمولو په موخه نوی سړک جوړیږي

د هرات ښاروالۍ وايي، د ټرافیکي پېښو او ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه یې د هرات - اسلام کلا پر لار د یوه نوي سړک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

له دوه کیلومټره په زیات اوږدوالي سره د دغه سړک پر جوړولو ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د هرات ښاروال، نعمت الله حسن و ویل: « دا یو عمومي او نړۍوال سړک دی چې اسلام کلا له هرات سره نښلوي او څو ولسوالۍ له دې سړکه تګ راتګ کوي. خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کیږي او ټرافیکي پېښې به کمې شي.»

د هرات ښاروالي ډاډ ورکوي چې دغه سړک به په معیاري ډول جوړ شي.

د تړون کوونکي شرکت مسوول، محمد ناصر سلیمانخېل و ویل: « موږ او ښاروالۍ دغه برخه کې څارونکي لرو او دوی بیا نور څارونکي لري او د ټولو ادارو له لارې یې کارونه تر څار لاندې دي څو په کیفیت سره کار ترسره شي.»

د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو رییس، محمد ایوب سیف جهاد و ویل: « دا د هرات پراخه سړکونه دي چې ۸۰ مټره پلنوالی لري او راتلونکي کې څلور سړکونه جوړیږي او سږ کال دلته درې پروژې لرو.»

د ځايي خلکو او موټر چلوونکو په خبره، د سړک کم پلنوالي او ګڼې ګوڼې زیاتوالي له امله پر دغه سړک ډېری وخت خونړۍ ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.

د هرات اوسېدونکی، محمد اصف نادري وایي: « د دغه سړک کارونه دې ژر بشپړ شي ځکه دلته ډېرې ټرافیکي پېښې رامنځته کیږي او بیروبار زیات دی.»

موټر چلوونکي، رفیع الله و ویل: « که دغه سړک جوړ شي نو موټر چلوونکو او سیمه ییزو خلکو ته سل په سلو کې اسانتیاوې رامنځته کیږي. اوس دغه سړک ډېر بوخت وي او ټرافیکي پېښې رامنځته کیږي.»

دغه سړک د اسلام کلا بندر او د هرات درې لویدیځې ولسوالۍ له هرات ښار سره نښلوي.

په ورځني ډول زرګونه ټرانزیټي او بار وړونکي موټر پر دغه سړک تګ راتګ کوي.

شریک یي کړئ