د ایران په شمال- ختیځ کې د دغه هېواد د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان سیروس اماناللهي ویلي، له افغانستان سره د دغه هېواد د شمال- ختیځې پولې د تړلو چارې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي.
د نوموړي په وینا، له افغانستان سره د خراسان رضوي ګډه پوله کابو ۳۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د انجنیرۍ څلور ډلې پرې کار کوي.
د ایران په شمال- ختیځ کې د پوځ د ځمکنیو ځواکونو قومندان وايي:«له افغانستان سره د شمال- ختیځو پولو د تړلو طرحه به د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د انجنیرۍ ډلو په هڅو په درېیو کلونو کې عملي شي. له افغانستان سره د خراسان رضوي د ګډې پولې اوږدوالی ۳۰۰ کیلومتره دی او د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د انجنیرۍ، ۴۴۴، ۴۳۳، ۴۱۱ او ۴۵۵ ډلې د یادې طرحې د عملي کولو مسوولیت پر غاړه لري.»
د چارو ځينې شنونکي بیا د دوو ګاونډیو هېوادونو تر منځ د پولو تړل ګټور نهګڼي او زیاتوي چې، دوه ګاونډي هېوادونه باید د اعتماد په فضا کې ښې اړیکې ولري.
د پوځي چارو شنوونکی هادي قریشي په دې هکله وايي:«د پولو په اوږدو کې د ګواښوونو د مخنیوي لپاره، د ځانګړو پوستو په برخه کې، دا حق لري چې فعالیت وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمن اوریا طلوعنیوز ته وویل:«د نړۍ په هېڅ برخه کې هېڅ دېوال نهدی توانېدلی چې، د یوه حکومت امنیت او ثبات تامین کړي؛ بلکې ښه حکومتولۍ او له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې د سرحدونو امنیت تامینوي.»
سره له دې چې، اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې ویلي و چې، له افغانستان سره د پولې تړل د ایران حق دی او دغه طرحه هم له اسلامي امارت سره په سلا او همغږۍ عملي کېږي.