د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس طلوعنیوز ته وايي، اوسمهال په هېواد کې نږدې یو نیم مېلیون زدهکوونکې په خصوصي لېسو، منځنۍ او لومړنۍ ښوونځیو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د دغې ټولنې رییس عظیم میدانوال زیاتوي، له دې ډلې له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ زرو پورې يې زدهکوونکې نجونې دي.
د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې رییس عظیم میدانوال وویل:«موږ په ښوونځیو کې یو نېم مېلیونه زدهکوونکي لرو چې، له دې منځه ۲۰۰ تر ۳۰۰ زره یې نجونې زدهکوونکي دي چې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر زدهکړو بوختې دي.»
ورته مهال، د خصوصي ښوونځیو یو شمېر زدهکوونکي وايي، په دغو ښوونځیو کې په ښه ډول زدهکړې کوي او ټولې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.
زدهکوونکې نیایش په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«درې کاله کېږي چې، په دغه ښوونځي کې زدهکړې کوم او ډېر تجربه لرونکي ښوونکي لرو او موږ ته کورنۍ دنده او سیمینار را کوي، نظري او عملي درسونه هم را کوي.»
زدهکوونکی شاهدالله هم څرګندوي:«فېزیک، بیالوژي او کمپیوټر په عملي توګه زدهکوو او د عملي زدهکړو ترڅنګ، نظري زدهکړې هم برابرېږي.»
ځیني ښوونکي ټینګار کوي چې، د دولتي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي سکټور هم د زدهکوونکو لپاره د زدهکړو ښه زمینه برابره کړې ده.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې، د خصوصي سکټور لا ډېر ملاتړ وکړي.
ښوونکې بهشته بهار میرزاد طلوعنیوز ته وايي:«خصوصي سکټور د حکومت یو ځواکمن بازو دی او خصوصي ښوونځي زدهکوونکو ته غوره زدهکړې برابروي.»
بله ښوونکې تسکین هم څرګندوي:«ټول درسي امکانات چې، یو زدهکوونکی ورته اړتیا لري په ښوونځیو کې ورته برابر شوي چې، زدهکوونکي په سمه توګه زدهکړې وکړي.»
د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې د اطلاعاتو پر بنسټ، اوسمهال په ټول هېواد کې ۳۵۰۰ خصوصي لېسې، منځنۍ او لومړنۍ ښوونځي شتون لري چې، زدهکوونکو پهکې زدهکړې کوي.
په دې اړه مو اندونه