Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وروستیو دوو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري ۶۲ زره سوالګر راټول شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون وايي، د سوالګرو د راټولولو کمېټې له دوو کلونو راهیسې په ټول هېواد کې ۶۲ زره سوالګر راټول کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، په دې منځ کې ۲۷ زره او ۷۱۵ یې مستحق کسان وو او ۳۱ زره او ۱۲۶ نور یې حرفه‌يي کسان او پاتې یې بیا بې سرپرسته ماشومان او روږدي کسان وو.

د ښاغلي فطرت په وینا، ډېری سوالګر د کابل ولایت او تر ټولو کم هم د نیمروز ولایت دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي:«۲۷ زره او ۵۱۵ تنه مستحق سوالګر تثبیت شوي ۳۱ زره او ۱۲۶ یې حرفه‌يي سوالګر وو او پاتې بې سرپرسته او په نشه‌يي توکو روږدي کسان وو چې، دغه ماشومان د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنتونونو ته ور معرفي شوي، د تعلیم او زده‌کړو زمینه ورته برابرېږي او بدل اعایشه هم ورکول کېږي.»

له دې سره سم، د پوهنتون استادان او ارواپوهان وايي، د اسلامي امارت له لوري باید مستحقو کسانو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته د زده‌کړو زمینې له برابرولو سربېره د هغوی لاسنیوی وکړي.

د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمدي وايي:«کله چې، موږ د دوی لپاره زمینه برابروو چې، له اقتصادي پلوه په کور کې ارام وي او له تعلیمي پلوه درس ووايي، ډېر ښه به وي. که‌چېرې اسلامي امارت په خپلې دغې پرېکړه کې مصمم وي، باید له خصوصي او دولتي ښوونځيو سره تړونونه ولري.»

اروا پوه ذکریا بارکزی هم څرګندوي:«که‌چېرې د دوی سزا د حقوقي ترمیم په بڼه تر بحث لاندې ونیول شوي او دوی ارواپوهانو ته معرفي کړي، ارواپوهان د منظمو جلسو په پام کې نیولو سره، له دوی سره باید خپل کار پیل کړي.»

د اسلامي امارت مشر د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته لارښوونه کړې وه چې، له اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ د سوالګرو د راټولولو بهیر پیل کړي.
 
شریک یي کړئ