Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان زده‌کړیالانو ته د قطر او اندونیزیا د بورسیې له ورکړې هرکلی

قطر او اندونیزیا تېره ورځ (یکشنبې) ځينو افغان زده‌کړیالانو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې لپاره په اندونیزیا کې یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغه هوکړه‌لیک موخه په افغانستان کې د ښوونیز او پراختیايي پروژو ملاتړ دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې، دغه هوکړه‌لیک د قطر د نړۍوالو همکاریو لپاره د دولت وزیرې لولوه الخاطر او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي ترمنځ لاسلیک شوی دی.
 
د دغې خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د دغه هوکړه‌لیک موخه د قطر او اندونیزیا د همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول دي، ترڅو اندونیزیا کې د تحصیلي بورسونو له لارې د افغانستان لپاره د اړتیا وړ انساني ظرفیت جوړ شي.»

زده‌کړیال روح‌الله احمدزی په دې هکله وايي:«افغان زده‌کړیالانو ته د اندونیزیا د بورسیو له ورکړې هرکلی کوو. افغانستان ته چې، څومره بورسیې راځي، زموږ زده‌کړیالان پیاوړي کوي.»

بل زده‌کړیال مسعود احمد هم څرګندوي:«له هر هېواده چې، بورسیې هېواد ته راشي، غوره دي، زده‌کوونکو او زده‌کړیالان کولای شي زده‌کړې او تحصیل وکړي او هېواد اباد کړي.»

ورته مهال، د پوهنتون استادان افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو ورکول مهم بولي او ټینګار کوي چې، نور هېوادونه هم باید افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو په برخه کې لا ډېر پام وکړي.

د پوهنتون استاد محمد اسلم دانشمل د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«هغه بورسیې چې، اندونیزیا افغان زده‌کړیالانو ته اعلان کړي، اغېزناکې دي او د ځوانانو وړتیاوې لوړوي.»

د پوهنتون بل استاد ادریس محمدي ځاځی هم څرګندوي:«نور هېوادونه هم باید د افغان زده‌کړیالانو د تحصیلي کچې د لوړولو لپاره تحصیلي بورسیې ورکړي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له قوله لیکلي چې، افغان زده‌کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په تړاو له قطر سره د دغه هېواد همکاري د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره کلکه ژمنتیا او د همکارۍ روحیه ښيي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه