د اسلامي امارت ویاند له افغانستانه د نشهيي توکو او انساني قاچاق په تړاو د ایران د پولهساتو ځواکونو د قومندان د ادعا په غبرګون کې ویلي چې، اسلامي امارت په پولو کې هېڅ ډول قاچاق ته اجازه نهورکوي او په دې برخه کې د شته ستونزو په تړاو له ایران سره هم خبرې شوې دي.
ذبیح الله مجاهد دغهراز له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې، د هر ډول قاچاق په ځانګړې توګه د انسانانو د قاچاق د مخنیوي لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
ښاغلی مجاهد وايي:«افغانستان په دې برخه کې ژمن دی او هېڅ ډول قاچاق ته اجازه نهورکوي. له ګاونډیو هېوادونو هم غواړو چې، د نشهيي توکو، ناقانونه توکو او انساني قاچاق په مخنیوي کې ځينې اقدامات لرلي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ایران د پولهساتو ځواکونو قومندان ادعا کړې وه چې، ایران ته د نشهيي توکو ۸۰ سلنه قاچاق د افغانستان او پاکستان د پولو له لارې کېږي.
سردار احمد علي ګودرزي دغهراز زیاته کړې وه چې، د ناقانونه کډوالۍ او د توکو په ځانګړې توګه د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوی له افغانستان او پاکستان سره د دغه هېواد پر پوله د دېوال جوړولو یوه له مهمو موخو ده.
د ایران د پوه ساتو ځواکونو قومندان سردار احمد علي ګودرزي ویلي:«د قانون د پلي کولو او پوځي تګلارې له مخې، په ځانګړې توګه د نشهیي توکو د قاچاق او کډوالۍ په برخه کې، د اوس لپاره لومړیتوب له پاکستان او افغانستان سره د ایران پوله ده چې، د هېواد شاوخوا ۸۰سلنه مخدره توکي له دغو دوو لارو ترسره کېږي.»
د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د نشهيي توکو او انسان قاچاق یوه عامه موضوع ده او ټول هېوادونه له هغوی سره لاس او ګرېوان دي. سرپرست حکومت هڅه کوي؛ خو کهچېرې ګاونډي هېوادونه وغواړي مبارزه وشي، له سرپرست حکومت سره دې استخباراتي معلوماتو تبادله ولري.»
تر دې مخکې د ایران په شمال ختیځ کې د دغه هېواد د ځمکنیو ځواکونو قومندان ویلي و چې، له افغانستان سره د ایران د پولو د تړلو طرحه تر راتلونکو درېیو کلونو به په بشپړه توګه پلې شي.
په دې اړه مو اندونه