د ملګرو ملتونو سازمان د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر سیمهییز استازي اولیور اسټولپ د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او ثبات پر راوستو او د مرستې پر رسونې ټینګار کړی دی.
د زابیکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼه پر نبسټ، دواړو لورو هوکړه کړې چې، د مخدره توکو د قاچاق او جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به د نظرونو تبادلې ته دوام ورکړي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې، د افغانستان، د منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې سیمهدفتر استازي، په دغې لیدنه کې، په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او ټیکاو د رامځته کېدو، د افغانستان په تړاو د یوه یوموټي سیمهییز دریځ په رامنځته کېدو او له افغانانو سره د بشري مرستو په برخو کې د ازبیکستان هڅې مهمې بللې دي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«ښاغلي سټولپ د افغانستان په تړاو د یو همغږي سیمهییز دریځ په رامنځته کولو، په دغه هېواد کې د اوږدمهالې سولې او ثبات د رامنځته کولو او دغهراز افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د ازبیکستان د هڅو ستاینه وکړه. دواړو خواوو هوکړه وکړه چې، منظو تماسونو ته دوام ورکړي او د نشهيي توکو د قاچاق او جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اوسنيو او راتلونکو مسايلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.»
ازبیکستان یو له هغو هېوادونو دی چې، له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې لري او د روان کال د تلې پر۱۹مه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د سفیر عبدالغفار بحر باورلیک ومانه.
ورته مهال، په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر هم له ازبیکستان سره د سرپرست حکومت اړیکې ښې بولي او وایي چې، په قطر کې د دغه هېواد له سفارت سره د بېلابېلو مسایلو په اړه په تماس کې دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د دفتر رییس سهیل شاهین په دې هکله وايي:«په دې وروستیو کې د ازبیکستان هېواد د اسلامي امارت سفیر یې منلی او موږ په دوه کې هم د هغه هېواد له سفارت سره په اړیکه کې یو او هر کله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښهوالي په تړاو سره خبرې کوو.»
تر دې وړاندې د ازبیکستان د استخباراتو او سرحدونو رییس د شانګهای د همکاریو سازمان په عمومي غونډه کې له داعش ډلې سره د اسلامي امارت مبارزه ستایلې وه او د ترهګرۍ پر وړاندې یې د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره د ازبیکستان همکاري مهمه ګڼلې وه.