Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ابادۍ او یووالي پر لور ګام؛ د دیني عالمانو پلاوي سویلي زون ته سفر کړ دی

لوی کندهار ته د شمالي ولایتونو د دیني عالمانو او قومي مشرانو تللی پلاوی وايي د هېواد ابادي د ټولو قومونو ګډ مسوولیت دی.

د کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو د دیني عالمانو او قومي مشرانو پلاوی دی چې لوی کندهار ته د ملي یووالي پیغام رسولو په موخه یې سفر کړی دی.

د زابل مرکز کلات ښار کې ګڼشمېر قومي مشرانو او ځايي خلکو د ګلونو ګیډیو سره یې د دوی هرکلی وکړ او دغه ګام یې په هېواد کې د ملي یووالي او ولسي همغږۍ پیاوړتیا په برخه کې مهم وباله.

زابل کې قومي مشر، عبدالقادر وايي: «موږ ډېر خوښ یوو، چې نن د خپلو شمالي ولایتونو د ورونو هرکلی کوو او دوی د خپل کور دې برخي ته راغلي دي. 
داسي مناسبات به د ولسي یوالي برخه کې ګټور تمام شي».

د زابل یوه بل قومي مشر، سید محمد وايي: «د افغانستان د ولایتونو د اوسېدونکو ترمنځ تګ راتګ به د اختلافونو مخه ونیسي او هر ډول تعصب او بدبیني به لمنځه یوسي».

د شمالي ولایتونو د دیني عالمانو او قومي مشرانو ددغه پلاوي غړي وايي د هېواد ټول قومونو د واحد ملت په توګه ګډ دیني او ملي ارزښتونه لري.

دوی وايي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول قومونو د هېواد ابادۍ او ښیرازۍ کې ګډ مسوولیت لري.

کندهار ته له شمالي ولایتونو راغلی دیني عالم، عبدالقیوم په دې اړه وايي: «موږ ازبک، تاجک، هزاره، پښتون سره ورورنه یوو او هیڅ یو پر بل ښه والی نلري، نو موږ به خپل یوالی نور هم پیاوړی کوو او خپل د کور د آبادی هڅي به کوو».
کندهار ته له شمالي ولایتونو راغلی یو بل قومي مشر، حبيب الله هم په دې اړه وايي: «ډېر زیات خوښ یوو او دلته ښه احساس لرو، غواړو له دې حوزې له لیدني وروسته د همدې لوی کندهار خلک د شمال سفر ته هم دعوت کړو».

د شمالي ولایتونو د دیني عالمانو او قومي مشرانو ددغه پلاوي غړي زیاتوي چې په دې سفر کې به د زابل ترڅنګ له کندهار، ارزګان او هلمند ولایتونو له سیمه‌ییزو مسوولینو او خلکو سره لیده کاته وکړي او د هېواد شمال ته به د ورتګ بلنه هم ورکړي.

شریک یي کړئ