Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خبریالانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو درې کلنه هوکړه لاسلیک شوه

د افغانستان د خبریالانو ټولنې له یو خصوصي روغتون سره درې کلن هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې خبریالانو او د هغوی کورنیو ته د روغتیايي چوپړتیاوو په وړاندې کولو کې له ۵۰ سر ۷۰ سلنې تخفیف ورکوي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس، حجت الله مجددي وايي: «موږ په دغه هوکړه لیک کې مشخص کړې چې کورنۍ یانې څه؟ پلار، مور، ورور، خور، مېرمن، او ماشومان چې دغه ساحه موږ ډېره پراخه کړې ده.»

د روغتون اجرايي رییس، عبدالله یوسفزی بیا وايي:«په هغو تشخیصې برخو کې چې عمومي جراحي، داخله او نورې برخې لکه ارتوپیدي پکې شاملې دي، ځانګړی تخفیف په پام کې نیول شوی او له دوی سره د هوکړې پر بنسټ پر مخ ځو.»

بلخوا، يو شمېر خبريالان پر دغه هوکړه لیک خوښي څرګندوي او وايي چې اوسمهال خبريالان له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي او د دا ډول هوکړه لیکونو و لاسليکول د خبريالانو د ستونزو د هواري لپاره ګټور دي.

یو خبریال، ذکي رحمان په دې اړه و ویل: « خبریالان هره ورځ له بیلابیلو ننګونو سره مخ دي. دا ډول اقدامات ګټور دي، اوس چې خبریالان له کومو ستونزو سره مخ دي، یوازنۍ یې اقتصادي ستونزه ده.»

یو بل خبریال، احمدشاه هم وايي: «که روغتونونه له خبریالانو سره هوکړې لاسلیک کوي نو تمه ده چې په عمل کې هم دغه اقدامات وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې یو شمېر خبریالانو له خراب اقتصادي وضعیته شکایت درلود او یو شمېر نور یې بیا د ځینو رسنیو د تړل کېدو له امله وزګار شوي دي.

شریک یي کړئ