Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر او اېټالیا د افغانستان په تړاو د دوحې بهیر له دوامه ملاتړ وکړ

قطر او اېټالیا د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې، د افغانستان په تړاو د دوحې په بهیر کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او له افغانستان سره د دوه اړخیزو سټراټېژيکو خبرو اترو دوام مهم بولي.

د قطر او ایټالیا د ګډې بیانیې په یوې برخه کې راغلي:«اېټالیا به د افغانستان په اړه د دوحې په بهیر کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. په دې برخه کې، موږ یو ځل بیا د دوه اړخیزو سټراټېژیکو خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کوو او په دوحه کې د هغې راتلونکې غونډې ته سترګې په لار یو.»

ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د جرمني د پارلمان له غړو سره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي استازي له کتنې خبر ورکوي او وایي چې، په دغه کتنه کې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله لیکلي:«په دې کتنه کې د ګډې لېوالتیا پر ځينو موضوعاتو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه خبرې وشوې.»

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې، قطر په بېلابېلو برخو کې له سرپرست حکومت سره هر اړخیزه همکاري کړې ده.

ښاغلي مجاهد په دې هکله زیاته کړه:«موږ د قطر له دغو هڅو ستاینه کوو او له هېوادونو غواړو چې، له افغانستان سره د اړیکو په تامین کې جدي وي او دا ټولو لورو په ګټه پرېوځي.»

د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمن اوریا هم وايي:«په درېیم ګام کې دوی ته د افغانستان مسئله مطرحه ده چې، بیا هم د قطر، جرمني او اېټالیا ترمنځ تفاهم کولای شي د افغانستان پر شرایطو مثبت اغېز ولري.»

تېره اوونۍ هم د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي او په دوحه کې د جرمني شارژدافیر د افغانستان د وروستیو بدلونونو له هغې ډلې امنیتي، سیاسي او بشري مسایلو په تړاو خبرې کړې وې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې، قطر په بېلابېلو برخو کې له سرپرست حکومت سره هر اړخیزه همکاري کړې ده.

شریک یي کړئ