Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران تېرو دوو میاشتو کې ۴۰۰ بې سرپرسته افغان ماشومان را ایستلي دي

د نیمروز سیمه‌ییز مسوولین وايي، وروستیو دوو میاشتو کې له ۴۰۰ زیات بې سرپرسته ماشومان له ایرانه را ایستل شوي دي.

ډېری دغه ماشومان د مسوولینو او مرستندویه بنسټونو په مرسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي.

د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس، محمد قاسم مبشر و ویل: « تېرو دوو میاشتو کې ۴۰۰ بې سرپرسته ماشومان د ابریشم پل له لارې له ایران راستانه شوي دي چې د ځینو همکارو بنسټونو په همکارۍ هر یو یې خپلو ولایتونو ته لېږدولی دی.»

د ننګرهار اوسېدونکی څوارلس کلن نعمت الله چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالی دی، تازه له ایرانه په جبري ډول راستون کړل شوی دی.

نعمت الله چې دامهال په نیمروز کې دی، کور ته د ستنېدو پیسې نه لري او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

نعمت الله وایي: « زه ایران ته د کار لپاره تللی وم، ځکه کور کې ډېرې ستونزې لرم او له ما پرته د کور بل سرپرست نشته. اوس له حکومته غواړم چې ما خپل کور ته ورسوي او ما سره مرسته وکړي.»

له ایرانه را ایستل شوي بل ماشوم، خلیل و ویل: « زه د کار لپاره ایران ته تللی وم. موږ یې ډېر و وهلو.»

په وروستیو ورځو کې له ایرنه په بې سارې توګه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.

د مسوولینو په خبره، په ورځني ډول د کورنیو په ګډون زرګونه افغان کډوال له ایرانه را ایستل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه