Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ګاونډيو هېوادونو د ا.ا غوښتنه؛ د افغان کډوالو را ایستل ودروئ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دې پروګرام کې له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او افغان کډوال په زوره له خپلو هېوادونو ونه باسي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر و ویل: موږ له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو چېرته چې افغانان د استوګنې حقونه لري، غواړو چې افغان کډوال په اجباري ډول و نه باسي. پریږدي چې افغانان په داوطلب ډول افغانستان ته راشي.

مولوی عبدالکبیر دغه راز وايي چې اسلامي امارت هڅه کوي په سیاسي او اقتصادي برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه ولري.

نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې له سوداګرو وغوښتل چې په کور دننه پانګونه وکړي څو هېوادوالو ته د کار لا زیاته زمینه برابره شي.

سیاسي مرستیال زیاته کړه: هغه افغانان چې سوداګر دي او پانګه لري، له هغوی مو غوښتنه دا ده چې دوی خو هسې هم سوداګري کوي نو هېواد ته دې راشي، دا پانګونه دې دلته وکړي چې غریبو افغانانو ته کار پیدا شي. 

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت سرپرست هم په دې پروګرام کې وایي، بیلابیل مسایل لامل شوي چې هېوادوال کډوالۍ ته مخه کړي.

خو د نوموړي په وینا په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغان کډوال بیرته هېواد ته راستانه شوي دي.

هغه د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې دغه راز وایي چې دمګړۍ هېواد امن دی او باید د انساني قاچاق مخه هم ونیول شي.

ښاغلی حقاني وايي: دوی کوشش کوي چې په انساني قاچاق باندې پیسې وګټي. دا چې دوښمن نن مخامخ ناکام شوی دی غواړي چې په افغانستان کې په یوه او بل نوم د قومونو او ولس ترمنځ بې اتفاقي، بد امني پیدا کړي او په نورو دسیسو سره د خلکو ترمنځ دښمنۍ پیدا کړي. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد بیا و ویل: د ځينو هېوادونو غیر قانوني او غیر اسلامي چلند دی چې د افغان کډوالو یو شمېر کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي. 

د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد سلاکار، فاروق اعظم بیا وايي: دلته تا پر یوه ځوان له شلو ستونزو سربېره سبق ویلی دی، تعلیم دې پرې کړی دی. کسب دې پرې زده کړی دی. انجینر شوی دی، له هغه ځایه ورته سترګکې وهل کیږي چې له دې ځایه ورته ښه معاش ورکوو او درنه وړي یې. 

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو دوو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د را اېستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

شریک یي کړئ