د ملګرو ملتونو مرستیاله امینه محمد وايي، د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ کچه باید پراخه شي.
د ملګرو ملتونو د سرمشني مرسیتالې د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې چې د سولې راوستو په برخه کې د ښځو د رول په تړاو جوړه شوې وه، د افغان ښځو له حقونو پر پراخ ملاتړ ټینکار وکړ.
په دې غونډه کې امینې محمد ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو شاتګ او له حکومت او ټولنې د هغوی محرومیت په ښکاره توګه لیدل کیږي.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیاله، امینه محمد وايي: په افغانستان کې د ښځو د حقونو شاتګ له حکومت او ټولنې د هغوی د سخت محرومیت اغېز لا روښانه کوي.
ګډه هڅه په کار ده چې موږ د افغانستان او نورو سیمو د ښځو د ملاتړ لپاره خپل هوډ پیاوړی کړو او په هر فرصت کې د هغوی د حقونو او مشارکت ملاتړ وکړو.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په هېواد کې یې د ښځو مسأله د افغانستان له کورنیو مسایلو بللې او زیاته کړې یې ده، چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي احکامو په اډانه کې خوندي دي.
د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر سیال وردګ وايي: دا ضرور نه ده چې امنیت شورا د افغان ښځو په اړه تشویش ولري، دا د افغانستان او افغانانو مسله ده. دا زموږ خپل منځي موضوع ده او حکومت مسوول دی چې ښځو ته حقونه ورکړي او افغانانو مخکې هم دې ته پام کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د برېکس هیوادونو مشرانو هم په یوه پرېکړهلیک کې په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو د لګېدلي بندیز د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.