Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ابدالیانو هند ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره ومونده

د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې د هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده.

افغان لوبډلې د لوبې د پچې په ګتلو سره لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې د پیلیزو توپوهونکو، صدیق اتل او زبید اکبري د غوره توپوهنې په مرسته هندۍ لوبډلې ته د ۲۰۷ منډو ستر هدف وټاکه. 

افغانستان لپاره صدیق الله اتل په ۵۲ توپونو تر ټولو ډېرې ۸۳ منډې او زبید اکبري هم په ۴۱ توپونو ۶۴ منډې وکړې. 

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې بیا که څه هم هندۍ لوبډلې چټکه لوبه پیل کړه خو ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د خپلو اوو لوبغاړو  په سوځېدو  ۱۸۶ منډې وکړې او د شلو منډو په توپیر یې ماتې ومنله. 

صدیق الله اتل د افغانستان او هند ترمنځ د دغې نیمه پایلوبې غوره لوبغاړې وټاکل شو.

سریلانکا چې نن (شنبه) یې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې پاکستان ته د ۷ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه، د راتلونکې یکشنبې پر ورځ به له افغان لوبډلې سره د ځوانانو اسیا جام سیالیو پایلوبه ترسره کړي.

شریک یي کړئ