ایران اعلان کړی چې، د دغه هېواد پر نظامي موخو د اسراییل په برید کې، د ایران دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د اسراییل هوايي بریدونه د تهران، خوزستان او ایلام په ښارونو کې پر نظامي مرکزونو شوي دي. په راپورونو کې راغلي چې، ځيني برخو ته یې محدود زیان اړولی او دغه پېښه تر هر اړخیزې څېړنې لاندې ده.
یوه ایراني د دغه برید په هکله وویل:«موږ جګړه لیدلې او هغه بید نهیو چې، له دغو بادونو سره ولړزېږو. ایران حق وايي؛ دا چې، انسانان له هغې ډلې ماشومان مهوژنئ. دا خلاف نهدی.»
له دې سره هممهاله د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې، د اسراییل دغه اقدام د نړۍوالو حقونو او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور څرګند نقض بللی او غندلی یې دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ایران له ځانه د دفاع مشروع حق د لرلو پر بنسټ چې، د ملګرو ملتونو سازمان د منشور په ۵۱مه ماده کې هم منعکس شوی، د بهرنیو یرغلیزو بریدونو پر وړاندې دفاع ته ځان مامور ګڼي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«د ایران د بهرنیو چارو وزارت، په ایران کې د څو نظامي مرکزونو پر ضد د صهیونیستي رژیم یرغلیز اقدام، د بشري حقونو او د ملګرو ملتونو سازمان له منشوره، په ځانګړې توګه، د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنیو پر ضد د ګواښلو او ځواک کارولو د منع له اصولو څرګنده سرغړونه ګني او په کلکه یې غندي.»
له دې مخکې اسراییل ویلي و چې، د دغه هېواد ځواکونو نن سهار (شنبې) د ایران د بریدونو پر ضد، د دغه هېواد پر ځينو موخو یې هدفي بریدونه کړي دي.
د اسراییل د ملي پوځ د ویاند دانیل هاګاري په وینا، د هغوی ځواکونو د ایران د توغندیو پر دفاعي سیسټم او پر هوايي وړتیاوو برید کړی دی.
د اسراییل د ملي پوځ ویاند ویلي:«موږ په دقیقه توګه د ایران په بېلابېلو برخو کې پر ځينو هدفونو بریدونه کړي، له هغې ډلې پر هغو سیمو چې، ایران تېر کال د اسراییل پر لور د توغندیو د توغولو لپاره ترې کار اخیستی دی. ورته مهال موږ د ایران د توغندیو پر دفاعي سیسټم او هوايي وړتیا برید کړی چې، په ایران کې د اسراییل د هوايي اقداماتو د محدودولو لپاره طرحه شوي وو.»
له دې مخکې ایران د روان زیږدیز کال د اکټوبر میاشتې پر لومړۍ نېټه، د اسراییل له لوري، د لبنان د حزبالله د مشر سید حسن نصرالله او د سپاه پاسداران د یوه قومندان عباس نیل فروشان د وژلو په غبرګون کې، د اسراییل پر ځينو برخو نږدې ۲۰۰ بالیسټیک توغندي توغولي وو.