Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تهران د افغان پانګوالو د جلبولو په هڅه کې دی

افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي قمي یوې ایرانۍ رسنۍ ته ویلي، تهران هڅه کوي افغان سوداګر د ایران په سترو پروژو کې پانګونې ته جلب کړي.

حسن کاظمي قمي "مرکزي اسیا او افغانستان ته د صادراتو لومړني نړۍوال نندارتون" په څنډه کې دغه راز ویلي، د چابهار بندر پراختیا سترې پانګونې ته اړتیا لري او په خبره یې، کابل او تهران کولای شي چې د دغه بندر په پراختیا سره د شمال - سویل او ختیځ - لویدیځ د ټرانزیټ کوریډور رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی په دې اړه طلوع‌نیوز ته وایي: « بېلابېلې شمېرې دي چې څوک وایي، په میلیاردونو ډالر هلته تللي، خو احصایه یې نشته، خو زموږ ډېر شمېر سوداګر ایران ته تللي او پانګونې یې کړې دي، خو د ایران شرایط له دوبۍ او ترکیې ډېر سخت دي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا وایي، افغانستان دا مهال بېلابېلو برخو کې پانګونې ته اړتیا لري او زیاتوي، چې د نړۍ له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې سره به هېواد کې پانګونې ډېرې شي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد اصف ستانکزي و ویل: « اسلامي امارت باید تر وروستي حده خپله هڅه وکړي او له نړۍ سره په تعامل کې شي، چې نړۍوال رسمیت ته ځان ورسوي او نړۍوال بندیزونه لیرې شي او هغه وخت افغانستان پر یوه صنعتي هېواد بدلېږي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی عبدالغفار نظامي وایي: « افغانستان کې باید پانګونه وشي، ځکه افغانستان کې بشري ځواک ډېر ارزانه دی او له بله پلوه خام مواد هم ارزانه دي، چې د دوی د کار د پراختیا لامل کېږي، پر ځای د دې چې دوی لاړ شي او بل هېواد کې پانګونه وکړي.»

د ایران د بهرنۍ پانګونې ټولنې تر دې وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې، دغه هېواد کې افغان سوداګر د پانګونې لومړی مقام لری. راپور کې راغلي و، چې ایران کې افغان سوداګرو شاوخوا ۴ میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه