Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اترا په تېرو دوو کلونو کې کابو ۱۴ مېلیونه سیم‌کارټونه ثبت کړي

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا د اترا مسوولان وايي چې، د دوو کلونو راهیسې یې په هېواد کې شاوخوا ۱۴ مېلیونه سیمکارټونه په قانوني بڼه ثبت کړي دي.

د دغې ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وايي چې، دم‌ګړۍ په کابل کې ۸۰ سلنه سیم‌کارټونه په قانوني بڼه ثبت شوي او په وینا یې دغه بهیر همداراز دوام لري.

ښاغلی شمس همدارنګه د سیمکارټونه د ثبتولو او پېرلو په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو په تړاو د خپلو هڅو له دوامه ډاډ ورکوي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ویاند په دې هکله وویل:«تقریباً ۱۴ مېلیونه سیم‌کارټونه په قانوني توګه راجسټر شوي دي. هغه سیم‌کارټونه چې، تېرو کلونو کې په ناقانونه توګه په کاغذي تذکره راجسټر وو، د هغې لپاره د اترا ادارې له خوا یوه کړنلاره جوړه شوه چې، د هغه پر بنسټ ټول مخابراتي شرکتونه مکلف کړل شول چې، سیم‌کارټونه د اترا ادارې د نوې کړنلارې پر بنسټ پر برېښنايي پېژندپاڼو ثبت کړي.»

له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د سیم‌کارټونو د ثبتونې بهیر ستايي او له نورو هېوادوالو هم غواړي چې، خپل سیم‌کارتونه ثبت کړي.

د کابل اوسېدنکی خیرالله وايي:«دا ډېر مهم دی د هر وکړي لپاره، ځکه چې، د هغه پېژندنه وشي او ځای یې مشخص شي، له دغه سیم‌کارټ څخه غله او نور خلک ترې غلطه استفاده کوي.»

د کابل بل اوسېدونکی یاسرحکیمي هم څرګندوي:«د سیم‌کارټونو ثبت او راجسټرول ډېر مهم دي او د جنايي جرمونو او د اختطاف مخنیوی کوي.»

 تر دې مخکې د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو د سیم‌کارټونو د ثبتونې لپاره د ۸ زره مرکزونو له فعالوالي خبر ورکړی وو.

د اترا ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وايي چې، دم‌ګړۍ په کابل کې ۸۰ سلنه سیم‌کارټونه په قانوني بڼه ثبت شوي او په وینا یې دغه بهیر همداراز دوام لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه