Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خالد حنفي په تدریحي ډول د امربالمعروف وزارت د قانون پر پلي کېدو ټینګار وکړ

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي وايي چې، د دغه وزارت د قانون پر پلي کېدو کې جدي دي او په تدریجي ډول به تطبیق شي.

ښاغلي حنفي په لوګر کې یوې ولسي غونډه کې د هېوادوالو ترمنځ پر یووالي له ټینګار سره ویلي چې، په ګډو ناستو کې د مېرمنو اوچت غږ عورت دی.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په دې هکله ویلي:«هغه قانون چې، تاسې راواخلې او موږ یې درکوو هلته یو قوس دی په دې قوس کې دا لیکل شوي چې، ښځينه جهري قرایت، ترانه، سندرې نه‌شي ویلای ختم، د هغه قانون دی چې په تدریجي ډول به تطبیق کېږي ان‌شاالله، او کرار کرار به موږ الله کامیابوي دا زموږ عقیده ده.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست د خپلې وینا پرمهال د هېوادوالو ترمنځ پر یووالي او پیوستون هم ټینګار کوي.

ځينې دیني عالمان په ټولنه کې د اسلامي قوانینو تطبیق مهم بولي او وايي چې، د هېوادوالو حقونه په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو حق باید خوندي شي.

دیني عالم عبدالرحمن عابد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«چې، په هغه کې د خلکو حقوق خوندي کېږي د داسې قوانینو جوړول، د ټولنې لپاره ګټور دي، زموږ او تاسو په ټولنه کې ځینې حقوق تنظیم شوي نه‌دي لکه د ښځو حقوق، که هغه د میراث په برخه کې شو او که هغه د تعلیم او تحصیل په برخه کې شو. »

دیني عالم حسیب‌الله حنفي هم وايي:«غوښتنه مو دا ده چې، د ټولو وګړو حقونو ته رسېدنه وشي، په ځانګړې توګه د ښځو ځکه چې، یو ضعیف قشر دی، د دوی حقوقو ته په ځانګړې توګه د تعلیم برخې ته ډېره پاملرنه وشي چې، افغانان د تعلیم پر مټ وکولای شي له نړۍ سره سیالي وکړي.»

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت قانون څلور فصلونه او په بېلابېلو برخو کې ۳۵ مادې لري چې، د مېرمنو حجاب، د نارینه‌وو ستر، رسنۍ او له خلکو سره د محتسبینو چلند د دغه قانون له مهمو مادو څخه شمېرل کېږي.

شریک یي کړئ