په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین ویلي، دغه دفتر هڅه کوي، هېوادونه قانع کړي چې، په دوحه کې د افغانستان لپاره شته سفارتونه کابل ته ولېږدوي.
ښاغلي شاهین طلوعنیوز ته ویلي چې، په قطر کې له بهرنیو ډپيلماتانو سره په کتنو کې له هغوی تل غوښتل شوي چې، کابل ته سفر وکړي او په دې هکله د اسلامي امارت له مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس زیاته کړه:«تل هڅه دا وي چې، ټول هېوادونه کابل ته سفارتونه ولېږدوي او یا هلته سفرونه وکړي چې، زمیني حقایق په خپلو سترګو وګوري او زموږ له مشرانو سره له نږدې وګوري.»
ښاغلي شاهین د افغانستان لپاره د اېټالیا د نوې چارسمبالې د ټاکل کېدو په اړه ویلي، د دغه هېواد له پخوانۍ شارژدافیرې سره یې ناستې درلودې چې، د د واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، اقتصادي او روغتیايي پروژو او نورو مسایلو په اړه ورسره بحثونه کړي او له نوې شارژدافیرې سره به هم په ورته موضوعګانو کتنو ته دوام ورکړي.
نوموړي په دې هکله زیاته کړه:«په دې سلسله کې د اېټالیا پخوانۍ شارژدافیرې ناتالیا کونتاویل سره موږ منظم ملاقاتونه لرل او د افغانستان او اېټالیا ترمنځ د اړیکو په هکله په افغانستان کې، د اېټالیا د مرستو، په ځانګړې توګه په روغتیا سکټور کې، همداشان په اقتصادي پروژو په هکله خبرې کړې دي.»
ورته مهال د چارو ځينې شنونکي وايي، کابل کې د لوېدیځو هېوادونو د سفارتونو پرانیستو اړتیا ده، او د هغوی ځینو غوښتنو ته هم باید پاملرنه وشي.
د اقتصادي چارو شنونکی سلیم پيګیر طلوعنیوز ته وايي:«د لوېدیځو او ختیځو هېوادونو د سفارتونو مشروع غوښتنې باید ومنل شي چې، عبارت دي د نظام قانونیت، د ښوونځیو او پوهنتونونو موضوع او همدارنګه د ښځو د کار موضوع ده چې، هغوی راشي او خپل سفارتونه دننه په افغانستان کې پرانیزي.»
د یادونې ده چې، د اېټالیا سفارت د لړم میاشتې په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې، صبرینا اوګلیني یې د افغانستان لپاره د نوې سفیرې په توګه له قطره فعالیت کوي.
په دې اړه مو اندونه