Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حافظ نعیم رحمان:له افغانستان سره د اړیکو ښه‌والی د دواړو هېوادونو په ګټه دی

په پاکستان کې د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعیم رحمان په یوې غونډه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر ښه‌والي ټینګار کړی دی.

په پاکستان کې د جماعت اسلامي ګوند مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ننګونې حل د افغانستان او پاکستان د امنیت او اقتصاد په ګټه بللي او زیاته کړې ده، اړتیا ده چې ننګونې د خبرو او تفاهم له لارې هوارې شي.

حافظ نعیم رحمان خبریالانو ته وویل:«دا د پاکستان د حکومت دنده ده چې، له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او مسایل د خبرو له لارې حل کړي. په سیمه کې د امریکا د نفوذ د کمولو لپاره دا اړینه ده چې، چین، روسیه، افغانستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه سره یو ځای شي. دوی باید ښه کار وکړي، ځکه چې، دا د امنیت او اقتصاد دواړو لپاره ښه دي موږ له افغانستان سره په پوله کې ځینې خبرونه اورو چې، دا خبرونه اصلا ښه نه‌دي.»

په همدې حال کې د پاکستان د ملي شورا غړي اسد قیصر د اسلام‌اباد له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو په رامنځته کولو نیوکه کړې او زیاتوي، چې دې مسئلې په خیبر پښتونخوا کې اقتصادي ننګونې رامنځته کړي او باید لرې شي. 

اسد قیصر څرګندوي:«په خيبر پښتونخوا کې له افغانستان سره زموږ ټوله سوداګري قطع شوې، زموږ ټول کارونه، د دوه وخته ډوډۍ او زموږ هر څه له افغانستان سره پر سوداګرۍ ولاړ وو، تاسو ورسره اقتصادي اړيکې پرې کړې، اوس دلته یو غیر منظم جنګ اقتصاد حاکم دی، که‌چېرې غواړئ دا وضعیت تنظیم کړئ، سترو پروژو ته اړتیا ده، باید دلته یو صنعتي زون جوړ شي.»

ځينې کارپوهان د اقتصادي مسایلو له پلوه د افغانستان او پاکستان اړیکې مهمې ګڼي او د شته ننګونو پر حل ټینګار کوي.

داقتصادي چارو شنونکی شمس‌الرحمن احمدزی طلوع‌نیوز ته وايي:«یوازې پاکستان ته؛ بلکې افغانستان ته هم زیان رسېږي. باید ژر تر ژره غونډه جوړه شي او پر ښې راکړې ورکړې سره هوکړې ته ورسېږي.»

تر دې مخکې د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شته ننګونو د هواري لپاره د معنا دارو خبرو پر اړتیا ټینګار کړی و.
 
شریک یي کړئ