Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محکموف: د افغان-ټرانس پروژه ټرانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخوي

د ازبېکستان د ټرانسپورټ وزیر له یوې اذربایجاني رسنۍ سره په مرکه کې د افغان-ټرانس وسپنۍ پټلۍ  د پروژې د اهمیت په اړه ویلي، د دغې سترې سیمه ییزې پروژې په پلي کېدو سره به د منځنۍ اسیا هېوادونه د هند سمندر  ته لاسرسی ولري.

الهام محکموف ویلي، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د توکو د رسېدو وخت له ۳۵ ورځو یوازې پنځو ورځو ته راښکته شي او په لګښت کې به یې هم ۴۰ سلنه کموالی راشي.

اخوا د ټولګټو چارو وزارت وایي، د افغان-ټرانس پروژې د عملي چارو لپاره په افغانستان کې زمینه مساعد ده او دا پروژه  د اسلامي امارت لپاره په کاري لومړیتوبونو کې ده .

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس و ویل: «په افغانستان کې د دې پروژې د عملي چارو لپاره زمنیه برابره ده. هغه هېوادونه چې د دې پروژوې د عملي چارو په پیل کې مرسته کوي د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت یې هرکلی کوي.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغان-ټرانس وسپنې پټلۍ د پروژې په جوړولو کې د قزاقستان په ګډون د سیمې د هېوادونو ګډون کولای شي د سوداګرۍ او ټرانزیټي توکو د لېږد رالېږد په برخه کې لوی سیمه ییز پرمختګ رامنځته کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان آقا نوید و ویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږی، د توکو د لېږد لپاره د وسپنې پټلۍ تر ټولو ارزان او چټک سیسټم دی چې کولای شي ډېر توکي هېوادونو ته ولېږدوي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونه خونه د دې طرحې ملاتړ کوي او هیله لري چې عملي چارې یې ژر تر ژره پیل شي.»

د افغانستان، پاکستان او ازبېکستان چارواکو د مالوماتو پر بنسټ، د افغان-ټرانس د وسپنې پټلۍ د پروژې د جوړولو لګښت پنځه میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه