Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مزار شریف کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ پروژو چارې روانې دي

د مزار شریف ښاروالۍ وايي، دغه ښار کې یې له خپلې بودیجې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت شل پراختیایي پروژې پیل کړې دي. 

د مزار شریف ښاروالۍ مسوولین ډاډ ورکوي، چې د روان لمریز کال تر پایه به دغه پروژې بشپړې شي.

د مزار شریف ښاروالۍ د سکټوري خدمتونو رییس، محمد جاوید مایار وایي: « نږدې شل پروژې چې ما ورته اشاره وکړه، ارزښت یې څه د پاسه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ دی او څه د پاسه ۶۰۰ کسان دغو پروژو کې په کار بوخت دي.»

دغو پروژو کې کارګر، فدا محمد و ویل: « شاوخوا دوه اونۍ کېږي، چې دلته په کار بوخت دی او  خوښ یم.»

ورته مهال د بلخ اوسېدونکي، د دغو پروژو پلي کېدل د ښار د ښکلي کېدو په برخه کې مهمې یادوي؛ خو له مسوولینو غواړي چې دغه راز نورې پروژې هم ترسره کړي. 

د مزار شریف اوسېدونکی، معراج الدین وایي: « تېر کال ډېرې پروژې په لاره واچول شوې او موږ له دې پروژو ګټه واخیسته او خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې.»

د مزارشریف بل اوسېدونکي، خداداد و ویل:« د ښاروالۍ له کارکوونکو او د خلکو له همکارۍ منندوی یو او انشاالله چې دغه بهیر دوام وکړي.»

د مزارشریف ښاروالۍ د سکټوري خدمتونو د رییس په خبره، د روان لمریز کال تر پایه به د ۲۳ نورو پروژو چارې هم د دغه ښار په دولسو ناحیو کې پيل شي، چې سلګونه تنو ته به پکې کاري زمینه هم برابره شي.

شریک یي کړئ