Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر افغان کډوالو د برید په اړه د ټاکل شوي پلاوي د څېړنې یوه برخه په ډاګه شوه

اسلامي امارت په ایران کې د وژل شویو افغان کډوالو د پېښې څېړونکي پلاوي پایلې تر څه باندې دوو اونیو وروسته شریکې کړې.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د یاد پلاوي د موندنو لمخې، د ایران او پاکستان پر پوله کلګان دره کې پر افغان کډوالو ډزې او چاودنې شوي چې په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او ځينې نور ټپیان دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، ځینې افغان کډوال لا هم په ایران او پاکستان کې دي او د هغوی د موندلو او را لیږدولو لپاره هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: « تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دوو تنو جسدونه او ۳۴ تنه عیني شاهدان چې ځینې یې ټپیان دي، د یاد پلاوي له لوري را لېږدول شوي دي او یو شمېر نور یې لا هم په ایران او پاکستان کې دي.»

د حمدالله فطرت په خبره، د پېښې په تړاو څېړنې بشپړې شوې نه دي او د څېړنو پایلې به تر بشپړېدو وروسته رسنیزې شي.

د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر سیال وردګ وایي: « هر څوک چې هر ځای کې افغان اتباع وژني، نظام مسوولیت لري چې پوښتنه یې وکړي چې ولې دغه نظامونه د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنې کوي او بشریت نقض کوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکي، سلیم پیګیر و ویل: « دا د اسلامي امارت دینې، ایماني او اسلامي دنده ده چې د خپلو وګړو چې هر ځای کې وي که کډوال وي او یا بېرته هېواد ته راځي څارنه یې وکړي او له دوی دفاع وکړي څو دغه راز وضعیت په بل هیڅ هېواد کې پیښ نشي.»

د روان لمریز کال د تلې په ۲۵ د ایران او پاکستان ترمنځ پوله کې د کلګان په دره کې پر ګڼ شمېر افغان کډوالو د ډزو په اړه راپورونه خپاره شول، چې په کابل کې د ایران سفیر رد کړي وو.

تر دغې پېښې یوه ورځ وروسته اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال په مشرۍ د دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او استخباراتو ریاست د استازو په ګډون د دغې پېښې د څېړنې په موخه پلاوی وټاکه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه