اسلامي امارت، قزاقستان ته د سرپرست حکومت او د خصوصي سکټور د پلاوي وروستۍ سفر له لاستهراوړنو ډک ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، په دغه سفر کې د دواړو لورو د خصوصي سکټور ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۱۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.
ښاغلي فطرت همدارنګه د دواړو لورو د سوداګرۍ، ټرانزیټ، د وسپنې پټلۍ د جوړېدو، په هرات کې د سوداګریز او ټرانزیتي مرکز د جوړېدو، د افغانستان د مالوچو د پېرلو او قزاقستان ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د پیلېدو په تړاو بېلابېلې هوکړې او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، انرژۍ، کرنې، مخابراتو او روغتیا په برخو کې د همکارۍ د لار نقشې لاسلیک کېدل، د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د ۲زره ټنه وچې مېوې د تړون لاسلیک کېدل د دغه سفر له نورو مهمو لاسته راوړڼو ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«اسلامي امارت له قزاقستان سره د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، انرژۍ، لوجستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زدهکړو او بشرپاله مرستو په برخو کې د همکاریو د لارو نقشې لاسلیک کړي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۱۰۰مېلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال هم په دې هکله طلوعنیوز ته څرګندوي:«کهچېرې د سیمې هېوادونه له هغې ډلې افغانستان، له همدغه اخلاص او صداقت سره دا ډول تړونونه او هوکړې لاسلیک کړي، په دې کې شک نشته چې، هم له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو درېږي او د دغو هېوادونو ملتونه به هم ستر سعادت ته ورسېږي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه په سوداګریزو، اقتصادي او ټزانزیتي اړیکو کې د پراختیا لپاره د هوکړهلیکونو او تړونونو لاسلیک کېدل ګټور ګڼي او پر پلي کېدو یې ټینګار کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی څرګندوي:«هغه پروژې چې، په هغو کې تړونونه شوي، د انرژۍ، برېښنا، بېخبنا او د لېږد په برخو کې، ډېر مهم دي. تدابیر نیول کېږي او تر هغې چې، دغه پروژې عملي نهشي، د افغانستان خلک به د هغو له ګټو برخمن نهشي. په ځانګړې توګه د رېل پټلۍ په هکله، کهچېرې کار په عملي بڼه پيل شي، ډېره ستره پروژه ده.»
د اقتصادي چارو شنونکي میر شاکر یعقوبي هم طلوعنیوز ته وویل:«په هغه صورت کې چې، د دغه تړون ګټې عملي شي، له شک پرته د افغانستان په سوداګرۍ او ټرانزیټ کې به شته ستونزې حل شي. د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د سوداګرۍ کچه لوړېږي او همدارنګه د نړۍ ځینو بازارونو ته په ځانګړې توګه د چین بازار ته، د افغانستان داخلېدو ته زمینه برابرېږي او له دې لارې د افغانستان اقتصاد او سوداګري په جدي توګه پیاوړې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوی د روان کال د تلې پر ۲۷مه قزاقستان ته سفر کړی و چې، د افغان-قزاق په دویم نندارتون کې ګډون وکړي. په دغه نندارتون کې۲۵۰ افغان سوداګرو د درېیو ورځو لپاره د افغانستان بېلابېل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
په دې اړه مو اندونه