د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نشهيي توکو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د کړنلارې د مسودې له چمتووالي خبر ورکړی دی.
سیاسي مرستیال ویلي چې د نشهيي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخه کې به فعالیتونه په همغږي او پلان شوي ډول ترسره شي.
دغه موضوع له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د فرعي کمېټو په لومړنۍ غونډه کې د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې مطرحه شوې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله څرګندوي:«محترم سیاسي مرستیال ویلي چې، له نشهيي توکو سره د مبارزې عالي کمېسیون د طرزالعمل مسوده چمتو شوې او له نشهيي توکو او مسکراتو سره د مبارزې په برخو کې په همغږۍ او هدفمن ډول فعالیت کېږي.»
له نشهيي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د عالي کمېسیون فرعي کمېټې په ځانګړو برخو کې فعالیت کوي. په دغو کمېټو کې د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، اطلاعاتو او کلتور، او عامې روغتیا وزارتونه ګډون لري.
بلخوا، د سیاسي چارو ځينې شنونکي وایي چې، نړۍواله ټولنه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«افغان حکومت توانېدلی چې، د نشهيي توکو د ممنوعیت په برخه کې ډېر ښه اقدامات وکړي چې، پایله یې هم د پاموړ ده او نړۍوالو هم دا تایید وي او همدارنګه د افغانستان خلکو ته هم ثابته شوې ده چې، په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت صفر ته نږدې شوی او یا هم لهمنځه تللي دي.»
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دې غونډه کې ټولو ادارو ته لارښوونه کړې چې، په راتلونکو غونډو کې د خپلو فعالیتونو د راپور وړاندې کولو لپاره چمتووالی ونیسي او خپلې چارې په جدي توګه تعقیب کړي.
په دې اړه مو اندونه