Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقاعدین د خپلو «حقوقو» د ترلاسه کولو لپاره یوځل بیا سره راټول شوي

د تېرو اعتراضونو په دوام؛ نن (شنبې) یوځل بیا ځينې متقاعدین د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله د مالیې وزارت، د تقاعد د خزینې د ودانۍ مخې ته سره راټول شوي دي.

متقاعدینو د طلوع‌نیوز خبریال ته ولي چې، ژمی د را رسېدو په حال کې دی او هغوی له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

هغوی په خپلې نننۍ اعتراضیه غونډه کې له اسلامي امارته غوښتي چې، ژر تر ژره د هغوی حقوق ورکړي.

متقاعد عبدالواسع طلوع‌نیوز ته وايي:«متقاعدین ډوډۍ نه‌لري، اوبه نه‌لري، اولادونه یې درانه کارونه کوي او پر سړکونو ګندنه پلوري یا هم لیلامي توکي پلوري، هلته یې هم شاروالي نه‌پرېږدي او که‌چېرې سوالګرۍ لاس پورې کړي، پولیس یې نیسي.»

یوه بل متقاعد غلام ایشان هم وویل:«څه باندې درې کاله کېږي چې، دوی د تقاعدۍ معاش نه‌دی ترلاسه کړی. د دوی هر یو له پنځو تر لسو د کورنۍ غړي لري.»

اسلامي امارت تازه د متقاعدینو د دغو پرله‌پسې غوښتنو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې مخکې هم دغو متقاعدینو په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د دفتر مخې ته د خپلو حقوقو د نه‌ورکولو په اعتراض کې راټول شوي وو او له یوناما یې غوښتي وو چې، د دوی د حقوقو د ورکړې په تړاو لاس په کار شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه