Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان د چین کنفرانس کې د کرنې د ودې لپاره د نړۍوال ملاتړ غوښتنه وکړه

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثمان ،په چین کې د بې‌وزلۍ د کمولو او د کرنې د ودې په نړۍوال کنفرانس کې ویلي که‌چېرې نړۍ غواړي چې، بې‌وزلي کمه کړي غوره ده چې، له افغانستانه پيل وکړي.

ښاغلي عثمان په دغه کنفرانس کې همدارنګه ټينګار کړی چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی دی.

نوموړي همدارنګه د دې ترڅنګ چې، له نړۍ د افغان بزګرو لپاره د بدیل کښت د پروګرامونو اجرا کېدل غوښتي زیاته کړې چې، کوکنار یوازې د افغانستان لپاره ننګونه نه ده؛ بلکې نړۍ هم له هغې زیانمنېږي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وايي:«هغه وویل چې، افغانستان الحمدالله یو له هغو هېوادونو دی چې، د پرمختګ او ودې لپاره ډېر مساعد دی. که نړۍ وغواړي چې، بې‌وزلي کمه کړي ښه ده چې، له افغانستانه پیل وکړي؛ ځکه چې، اوس افغانستان د نړۍ لپاره یو امن ځای دی او کرنه، کانونه، صنعت او سوداګري په‌کې وده کوي.»

د اقتصادي چارو د یو شمېر شنونکو پر باور له افغانستانه د کرنې په برخه کې د نړۍ په ځانګړې توګه د چین ملاتړ د کرنې د پراختیا ترڅنګ، د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې هم ګټور پرېوتلای شي.

د اقتصادي چارو شنونکي محمد نبي افغان په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دې ته متوجه شو چې، څنګه خپل زراعت معیاري کولای شو او موږ څنګه کولای شو چې، خپل توکي په معیاري توګه نړۍوالو ته ورسوو او څنګه زیات عاید لاسته راوړلی شو. له اوسني عصر نه څنګه استفاده کولای شو؟»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفار نظامي هم څرګندوي:«دا یوازې د افغانستان د حکومت په وس کې پوره نه‌ده دلته نړۍوالو ته اړتیا ده چې، هغوی په دې برخه کې پانګونه وکړي، څو د افغانستان هغه سیمې چې، د اوس لپاره په‌کې کښت کېږي؛ خو د اوبو له ستونزو سره مخ دي، هغه ستونزې حل شي. او همدارنګه هغه ځمکې چې لا تراوسه شاړې پاتې دي او هغه ورسره خړوبې شي چې، کرنیز محصولات وده وکړي او د افغانستان کرنیز پرمختګ ته لار هواره شي.»

 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت زیاتوي چې، په دغه کنفرانس کې د کرنې وزارت معین ویلي چې، شل کاله مخکې افغانستان د مخدره توکو تر ټولو لوی تولیدونکی بلل کېده، خو د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو او د کوکنارو د کر کیلې د منعې د فرمان په صادرېدو سره، په هېواد کې د دې مادې کر او تولید نږدې صفر ته رسېدلی دی او اوس کروندګرو د حلالو محصولاتو کرکېلې ته مخه کړې ده 

شریک یي کړئ