Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاسپورټ ریاست ویاند: په دغه ریاست کې هېڅ ډول فساد نشته

د پاسپورت عمومي ریاست ویاند عمري لوګري طلوع‌نیوز ته ویلي چې، په دغه ریاست کې یې د فساد کچه صفر ته رسولې ده.

ښاغلی لوګری زیاتوي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې، د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې فساد وکړي. نوموړی همدارنګه ډاډ ورکوي چې، د پاسپورټونو د ترلاسه کېدو برخه کې ښې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د پاسپورت عمومي ریاست ویاند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د پاسپورټ ریاست د مشرتابه د هڅو په پایله کې په دغه ریاست کې هېڅ ډول فساد نشته او نه شتون لري، د فساد کچه صفر ته راټیټه شوې او هېڅوک فساد ته زړه نه ښه‌ کوي، موږ چې، دغه پروسه څومره اسانه کړې ده، د فساد د مخنیوي لپاره مو اسانه کړې ده.»

د پاسپورټونو د عمومي ریاست د ویاند په خبره، دا مهال د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او هره ورځ ۷ زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

ښاغلی لوګری وايي چې، ناروغان کولای شي په بېړني ډول پاسپورټونه ترلاسه کړي:«اوس موږ کولای شو چې، ۱۲ زره هېوادوالو ته پاسپورټونه ووېشو، ظرفیت یې لوړ دی؛ خو د اوس لپاره موږ کابو ۶ تر ۷ زرو پاسپورټونه د ورځې چاپوو.»

ورته وخت کې د پاسپورت ځينې غوښتونکي د پاسپورت په ترلاسه کولو کې له رامنځته شویو اسانتیاوو خوښ دي؛ خو ټینګار کوي چې، د پاسپورټ په اخیستو کې باید لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د پاسپورت غوښتونکی محمد خان طلوع‌نیوز ته وايي:«نن مې دلته پاسپورټ اخیسته او په دغې یوه ورځ کې وشو، او را یې کړ او په ډېر ښه وضعیت کار روان دی او ټول ښه خلک دي یو هم په کې بد نشته.»

د پاسپورټ بل غوښتونکي روښان نیازي هم وویل:«څومره چې، د عامو خلکو غوښتنه ده هغه باید پوره شي؛ ځکه دلته پاسپورټونه ډېریو خلکو ته ژر نه‌ورکول کېږي؛ خو باید کوښښ وشي چې، اسلامي امارت دې ته جدي پاملرنه وکړي چې، دا کار ژر تر ژره حل کړي.»

د پاسپورټ ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، د پاسپورټ د وېش په مرکزونو کې د ښځو او نارینو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې او د نویو مرکزونو په جوړېدو سره د پاسپورټونو د وېش بهیر چټک شوی دی.

ښاغلی لوګری زیاتوي، هېچاته ته به اجازه ورنه‌کړي چې، د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې فساد وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه