د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې ویلي چې، په تېره زېږدیزه میاشت کې ۱۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.
د دغه سازمان د راپور لهمخې، په دغه هېواد کې د بندي افغانانو د اعدامېدو کچه مخ په لوړېدو ده او په تېرو درېیو کلونو کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۹۰ ته رسېدلی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې، د روان کال په لسو میاشتو کې ۴۹ افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي:«له درېیو کلونو راهیسې ۹۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي. په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶ افغانان، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغانان او د ۲۰۲۴ کال په لسو میاشتو کې ۴۹ افغانان په ایران کې اعدام شوي دي.»
حقوق پوه سید مقدم امین په دې هکله وايي:«هر هېواد د خپل قوانین لري. یعنې هر کله چې، یو بهرنی وګړی هغه هېواد ته ولاړ شي، باید د هغه هېواد له قوانینو پیروي وکړي له هغې پرته د قوانینو پر خلاف کار وکړي، سزا ورکول کېږي.»
اسلامي امارت وايي، له ایرانه د افغان بندیانو د رالېږدولو په تړاو له ایراني چارواکو سره د خبرو هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاتوي، تر اوسه له ایرانه نږدې ۴ زره افغان بندیان هېواد ته رالېږدول شوي دي.
ښاغلی فطرت په دې هکله وايي:«هڅه دا کوو چې، له ایراني لوري سره یوې هوکړې ته ورسېږو، څو هغه بندیان چې، په ایران کې پر بېلابېلو سزاګانو محکوم دي، هغه هېواد ته راولېږدوو. تر اوسه هم موږ د ایراني مسوولانو په همکارۍ، اسلامي امارت توانېدلی چې، شاوخوا تر ۴ زرو افغان بندیان چې، په ایران کې بندیان وو هغه راولېږدوي. او لا هم هلې ځلې روانې دي هغه وضعیت چې، په ایران کې له افغان کډوالو سره روان دی بدلون وکړي.»
د چارو ځینې شنونکي بیا وايي، په ایران کې د افغانانو د اعدام د څرنګوالي په تړاو باید څېړنې وشي او همداراز دا ډاډ هم ترلاسه شي چې، یاد تورن کسان حقوقي بنسټونو ته لاسرسی لري.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په دې هکله باید یوه څېړنه وشي چې، ایا افغانانو ته د وکیل ورکولو فرصت ورکړل شوی وو که نه؟»
تر دې مخکې د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو مرستیال ویلي وو چې، په دغه هېواد کې نږدې ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.
په دې اړه مو اندونه