Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پلاوي ازبیکستان ته سفر کړی

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې، د اسلامي امارت د هوايي ډګرونو د رییس او د هوا پېژندنې د رییس په ګډون یوه پلاوي د هوا پېژندنې په غونډه کې د ګډون په موخه ازبیکستان ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي  ټینګار کوي چې، دغه غونډه به د روان کال د نومبر میاشتې په څلورمه جوړه شي او ټاکل شوې چې، د هوا پېژندنې د تجهیزاتو، د هوا پېژندنې د موډلونو، د هوا پېژندنې سپوږمکۍ ته د لاسرسي او د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو خطرونو د کمولو په برخو کې د همکارۍ په اړه په‌کې بحث وشي.

ښاغلی احمدي زیاتوي:«د دغه سفر موخه په ازبیکستان کې، د هوا پېژندنې په کنفرانس کې ګډون دی. چې یاد کنفرانس د هوا پېژندنې د نړۍوال سازمان په همکارۍ جوړېږي او د هوا پېژندنې د نړۍوالو سایټ یا سټلایت ته د لاسرسي په برخه کې بېلابېل سمینارونه او د هوا پېژندنې د نویو تجهیزاتو په برخه کې بېلابېل ورکشاپونه شامل دي.»

بلخوا، یو شمېر کارپوهان وايي چې، په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د افغانستان د اړیکو د پراختیا ترڅنګ، د هوا پېژندنې سیسټم په پیاوړتیا کې اغېزناک پرېوتلای شي.

د اقلیمي بدلونونو د چارو کارپوه سید محمد سلیمان‌خېل وايي:«په دا ډول غونډو کې د افغانستان ګډون ډېر اړین او حیاتي دی؛ ځکه دا په دغې برخه کې د تخنیکي او مسلکي ظرفیتونو د ارتقا لامل کېږي او همدارنګه کولای شو چې، د طبیعي پېښو له امله ځاني او مالي مرګ ژوبله را کمه کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي شمس‌الرحمن احمدزي هم وویل:«پرمختللي هېوادونه په دې برخه کې مسلکي او تخصصي ورکشاپونه جوړوي او زموږ کسانو ته روزنه ورکړي، ځو وکړای شو دننه په هېواد کې د هېوادوالو او متخصصانو په واسطه روزنه وویني او د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.»

د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د ازبیکستان د هوا پېژندنې په غونډه کې د بهرنیو چارو، د اوبو او انرژۍ ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې استازي هم ګډون لري.

د دغه وزارت ویاند امام الدین احمدي  ټینګار کوي چې، دغه غونډه به د روان کال د نومبر میاشتې په څلورمه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه