د پوهنې وزارت وایي، د دیني مدرسو د ښوونکو د وړتیاو لوړول د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال په دې سیمینار کې وايي، دوی د مدرسینو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر پلانونه لري او دا موضوع د پوهنې وزارت په لومړیتوب کې ده.
کرامت الله اخندزاده له مدرسینو غواړي، چې په مدرسو کې د زده کړو کیفیت ته جدي پام وکړي.
ښاغلی کرامت زیاتوي: « موږ نن سبا په افغانستان کې زرګونه مدرسې لرو. زرګونه مدرسې تشکیل، ایجاد، تثبیت شوې دي، د هغوی لپاره مدرسین انتخاب شوي، استادان استخدام شوي دي، نو ددې لپاره چې هلته ښه تدریس شوی وي، کیفیت یې لوړ وي باید مدرسین هم باکیفیته وي.»
بل خوا ځیني مدرسین د ظرفیت لوړولو په موخه د داسې سیمینارونو له جوړېدو خوښي څرګندوي.
د مدرسې استاد، نقیب الله صاحب زاده په دې اړه وايي: « د ښوونکو او مدرسینو لپاره ډېره ګټه لري. ډېری مدرسینو په مدرسو کې درس ویلی، خو په دې نه پوهېږي، چې څه ډول درس ورکړي، مېتود یې څه دی، طریقه یې څه ده او اخلاق د تدریس څه ډول دي، چې څرنګه باید له زده کوونکو سره چلند وکړي.»
د مدرسې یو بل استاد، سیف الله محمدي هم وايي: « د دا ډول سیمینارونو جوړول طبعاً خپل اغېز لري. موږ چې دلته سیمینار کې ګډون وکړ بیا کولای شو چې نورو ځایونو ته ولاړ شو او هلته ښوونکو ته سیمینار ورکړو.»
د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له دغه سیمیناره یې موخه په معیاري تدریسي مېتودونو کې د مدرسینو د مسلکي ظرفیت لوړتیا ده، څو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونې او روزنې ظرفیت لوړ شي.
په دې اړه مو اندونه