د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې چې، زر بېځایه شوې کورنۍ د ژمي له راسېدو مخکې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني طلوعنیوز ته وایي، دغه وزارت هوډ لري چې، ۵ زره بېځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته ولېږدوي چې، زر کورنۍ به له ژمې مخکې او څلور زره نورې به له ژمي وروسته خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.
د هغه په وينا، د تېر کال په لړ کې تر ٦٥زرو ډېرې کورنۍ خپلو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.
عبدالمطلب حقاني وايي:«دا اوس چې، کوم لېږدول کېږي، ډېری هغه خلک دي چې، په خپلو سیمو کې دوی کورونه لري؛ خو د تېرو جګړو او ناامنیو له کبله دوی بېځایه شوي وو او په کابل کې پراته وو. نو اوس د ۵ زره کورنیو لپاره پلان نیول شوی او په راتلونکو څو ورځو کې به د زرو کورنیو لېږد پیل شي چې، ډېری یې شمالي ولایتونو ته ځي.»
له دې سره هممهاله، یو شمېر کورني بېځایه شوي خلک چې، خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي وايي، له بېلابېلو ننګونو سره مخ دي. دغه کورنۍ له اسلامي امارته غواړي چې، په خپلو ولایتونو کې ځمکه ورکړي او سرپناه ورته برابره کړي.
داخلي بې ځایه شوی محمد ولي طلوعنیوز ته وايي:«دوی به دومره ژر سرپناه جوړه نهکړي چې، مثلاً دوی به په دغو ۱۰ یا ۲۰ ورځو کې یا هم په میاشت کې جوړ کړي، د دې امکانات به نهوي چې، ښوونځی او کلینیک هم جوړ کړي.»
بل داخلي بېځایه شوی عبدالغفار هم وايي:«بیا که ژمی ووتل او دوی وروسته موږ ته سرپناه جوړه کړه؛ خو بيخي جوړ کار دی.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې درې مېلیونه داخلي بېځایه شوي شتون لري.