Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت: د کوډګرو نیول دوام لري

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې شپږ تنه د کوډو په تور نیولي دي.

د دغه وزارت په وینا د دغو شپږ کسانو په نیولو سره د نیول شویو کودګرو شمیر په هېواد کې ۲۰۰ کسانو ته رسیږي. 

سیف الاسلام خیبر زیاتوي چې په ټول هېواد کې د کوډو په تور د نیول شویو کسانو شمېر څه باندې دوه سوه کسانو ته رسېدلی او د هغوی دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.

ښاغلي خیبر زیاته کړه: په تېرو درېیو کلونو کې درې سوه کسان نیول شوي دي. په تېرو درېیو میاشتو کې ۶ نور هم نیول شوي چې د هېواد په جنوب او شمال کې نیول شوي دي. 

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د کوډګرو د نیول کېدو هرکلی کوي او وايي چې جادو په هېواد کې د کورنیو تر منځ د بېلابېلو ستونزو لامل کیږي.

د کابل یو اوسېدونکی، نادر وايي: که دغه کوډګر او جادوګر راټول کړی شي دا ښه کار دی. ځکه په اسلام کې هم دا نامشروع دی او ښه کار نه دی.

د کابل یو بل اوسېدونکی، حسن هم وايي: که دغه کوډګر او جادوګر ټول راټول کړی شي او خپلې سزا ته ورسیږي دا به ډېر ښه شي او نورو ته به هم عبرت شي.

بل پلو، یوشمېر دیني عالمان وايي، اړتیا ده چې له منبرونو او جوماتونو خلکو ته کوډګرو ته د ورتګ د زیانونو په تړاو پوهاوی ورکړل شي.

دیني عالم، حسیب الله حنفي په دې اړه وايي: د دې په خلاف باید له منابرو علما او د رسنیو له لارې د دوی په خلاف غږ پورته شي. خلکو ته اګاهي ورکړ شي چې دغه ډول خلکو ته ولاړ نه شي. دوی د ټولنې د فساد لامل ګرځي او ټولنه بربادۍ لور ته بیايي. 

د کوډګرو د نیولو په تړاو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له امره مخکې، هغوی له کلونو راهیسې په مرکز او ولایتونو کې په ازادانه توګه فعالیت کاوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه