د امریکا د ۲۰۲۴ کال د شپېتمې دورې ولسمشرې ټاکنې د رایې ورکولو له حضوري بهیر سره، نن په ځايي وخت د نیوهمپشایر په ایالت کې پيل شوې.
په دغو ټاکنو کې دوه اصلي نوماندان د امریکا پخوانی ولسمشر او د جمهوریت غوښتونکو ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ او د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ډموکراټ ګوند نومانده کاملا هرېس سره سیالي کوي.
امریکایي وګړي ایفاني نیکولز د دغو ټاکنو په هکله ویلي:«زه یوازې د سولهییزو ټاکنو لپاره دعا کوم او هیله لرم، هغه څوک یې وګټي چې، وړ یې وي.»
په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۸۰ مېلیونه کسانو له وخته د مخکې رایې ورکولو له لارې خپلې رایې کارولې دي. په راتلونکو څو ساعتونو کې به د نورو امریکايي وګړو لپاره هم د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستل شي.
امریکایۍ وګړې تابیتا کارنو وايي:«زه واقعاً له دغو ټاکنو سره علاقه لرم او زه رایه ورکوونکې یم؛ خو زه په داسې یو ایالت کې اوسېږم چې د برېښنالیک له لارې رایه ورکولای شم.»
خو د دغو نوماندانو د هر یوه بریا به پر افغانستان څه اغېزې ولري؟
د نړۍوالو چارو شنونکی عزیز معارج په ځواب کې وویل:«د ډموکراتانو پرتله جمهوري غوښتونکي د افغانستان په تړاو ډېره لېوالتیا لري. او د ټرمپ په کمپاینونو کې هم زیاته نغوته شو چې، د افغانستان په لور به رجوع وکړي.»
د نړۍوالو چارو بل شنونکی نجیبالرحمن شمال هم وايي:«پر افغانستان دغه سیاسیتونه، د یوه داسې هېواد په توګه چې، لاهم بهرنیو مرستو ته اړ دی او له نړۍوالو سیاستونو اغېزمن دی، اغېزه به ولري. هیله لرم چې، د امریکا راتلونکی حکومت د افغانستان له خلکو د ملاتړ او خدمت لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.»
د تازه ترسره شویو نظرپوښتنو له مخې، ډونلډ ټرمپ په شمالي کارولینا، جورجیا او اریزونا ایالتونو کې مخکښ دی او کاملا هرېس په ویسکانسن او میشیګان ایالتونو کې په ډېر لږ توپیر سره مخکې ده.
په دې اړه مو اندونه