د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د شویو ژمنو عملي کېدل د راتلونکو غونډو ترسره کېدو ته اړتیا لري.
ښاغلي مجاهد ویلي چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د نشهيي توکو د کښت د بدیل معیشت او خصوصي سکټور د ملاتړ د جلب لپاره بحثونه شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند همدارنګه زیاتوي چې، د ملګرو ملتونو سازمان باید د مشخصو کړنلارو پر مټ د دغو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.
ذبیحالله مجاهد په دې هکله وايي:«په درېیمه غونډه کې، بحثونه د ملاتړ د جلب لپاره وو چې، هېوادونو ژمنې وکړې او خپل ملاتړونه اعلان کړي او له هغې وروسته دا چې، څه ډول ملاتړونه عملي کېږي، راتلونکو غونډو ته اړتیا لري او همدارنګه په ملګرو ملتونو پورې تړاو لري چې، څه ډول میکانیزم جوړ کړي او څه ډول کولای شي هغه ژمنې چې، هېوادونو له افغانانو سره د همکارۍ په درشل کې کړې دي، د هغې عملي لارې چارې وارزوي او علي کړي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د افغانستان د مسایلو د حل په موخه اړتیا ده چې، د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې دوام ومومي. دوی پر دې باور دي چې، د افغانستان ستونزې د بېلابېلو مسایلو په تړاو د خبرو او د څو اړخیزو ژمنو د عملي کېدو له لارې حل کېدلای شي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر وايي:«تراوسه د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ ډېرې ننګونې موجودې دي. د اساسي قانون نشتوالی، د ښوونځيو موضوع، د بیان ازادي، پوهنتون او د بشري حقونو په نوم ځینې نور مسایل دي، اړتیا ده چې، پر دغو ټولو مسایلو خبرې او بحث وشي او داسې پرېکړه دې وشي چې، ټول مسایل پر سیاسي خبرو اترو حل شي.»
د افغانستان په تړاو د دوحې د درېیمې غونډې له ترسره کېدو څه باندې څلور میاشتې تېرېږي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتو د سر منشي سیاسي مرستیالې په ملګرو ملتو کې د قطر له دایمي استازې سره په کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې له مثبتو پرمختګونو او د دوحې په څلورمه غونډه کې د هغې له پایلو د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګارکړی دی.