د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رییس د یوه پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته سفر کړی او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پرتو ۶ ولسوالیو څار او ارزونه کړې ده.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند وايي تسلیمالله حقاني چې، غلام صدیق سباوون د دغه سفر په ترڅ کې ویلي چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د ټولو رسمي سرحدونو او د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت تامین شوی دی.
ښاغلی حقاني څرګندوي:«زموږ سرحدات اوس محفوظ دي او د اسلامي امارت ټول مسوولان د دې دفاع ته چمتو دي.»
تسلیمالله حقاني زیاتوي، ښاغلي سباوون همداراز زیاته کړې چې، دوی د تېر په څېر اوس هم له خپلې خاورې او سرحدونو د څارنې او دفاع لپاره چمتو دي.
ورته مهال، د سیاسي او پوځي چارو ځیني شنوونکي د سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې اروزنه مهمه بولي او د لا ښه امنیت پر تامین کېدو يې ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د با مسوولیته حکومت له صفتونو څخه دا دی چې، خپل سرحدات کنټرول کړي. پر خپلو سرحداتو متکي وي، وخت ناوخت له خپلو سرحداتو څخه لیدنه کتنه وکړي او چک یې کړي، مثبت او منفي ټکي یې ځان سره نوټ کړي او وکولای شي د خپلو سرحداتو کومې مهمې نقطې چې، دي هغې ته پاملرنه وکړي.»
د پوځي چارو شنونکي یوسف امین ځاځي هم وویل:«د دواړو خواوو حکومتونه مسوولیت لري چې، ولسونو ته دلته فرصتونه برابر کړي، له ولسونو سره په بېخبناوو کې، په اقتصادي برخه کې، په تعلیمي برخه کې، همکاري وکړي. او د دوی دنده او مکلفیت دی. او د دوی مسولیت یوازې دا دی چې، ولسونه سره یو کړي او امنیت یې تامین کړي.»
تر دې مخکې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي و چې، د اسلامي امارت د واکمنۍ په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره ۶۰ سلنه سرحدي ستونزې د خبرو له لارې حل شوي او د پاتې ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي.
په دې اړه مو اندونه