Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې مېشتو خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان لمخې، د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ټولو اوسېدونکو ستونزې تثبیت شوې دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند تسلیم الله حقاني طلوع‌نیوز ته وايي، د دغه وزارت سرپرست د ډېورنډ فرضي کرښې د اوسېدونکو ستونزو حل لپاره ننګرهار، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ته سفرونه کړي.

د تسلیم الله حقاني په خبره، د دغو خلکو د ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي، څو خلک د حکومت له خدمتونو برخمن شي.

تسلیم الله حقاني و ویل: « یادو کمېټو په رڼه توګه خپل فعالیتونه پیل کړي دي او ستونزې یې تر تثبیت وروسته له مرکزي کمېټو سره شریکې کړې دي. خلک به ډېر ژر له ځانګړې بودیجې د دولت له خدمتونو برخمن شي.»

د ډېورنډ فرضي کرښې تر څېرمه ځیني اوسېدونکي د خپلو ستونزو حل لپاره د کمېټو جوړېدل ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې ستونزې یې ژر تر ژره حل شي.

د ډیورنډ فرضي کرښې تر څېرمه اوسېدونکی، جهانزیب وایي: « لیرې سیمې دي او د دغو سیمو اوسېدونکي اوبو، زده کړو، مخابراتو او سړک ته لاسرسی نه لري.»

د دغو سیمو بل اوسېدونکي، تعویز خان و ویل: « دولت ښه پرېکړه کړې او دا زموږ لپاره یوه مثبته پرېکړه ده او خلکو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.»

له کلونو راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ولسونه د پوهنې، روغتیا، اقتصاد او نورو برخو کې د اسانتیاوو د نشتون له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه