Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران ادعا؛ افغانستان کې د شیشې د تولید زیاتوالی خطرناک دی

د ایران د کورنیو چارو وزیر ادعا لري چې، په افغانستان کې د شیشه په نوم د نشه يي توکو په تولید کې د پام وړ ډېرښت راغلی او په وینا یې دغه مساله ایران، سیمې او نړۍ ته اندېښمنونکې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وايي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په ځانګړې توګه شیشې تولید ډېر شوی او دا مساله د ایران، سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه ده.

سکندر مومني دغه راز زیاتوي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو بندول د ایران د پولو پر امنیت اغېز کوي او دا کار د غیرقانوني ورتګ او د نشه ‎يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره کېږي.

ښاغلی مومني وايي: له بده مرغه سنتي نشه يي توکي راکم شوي خو صنعتي توکي زیات شوي، چې موږ ورته شیشه وایو. چې دا د ایران، سیمې او ټولې نړۍ ته ګواښ دی 

که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق په اړه د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د رییس د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې له نشه يي توکو سره مبارزه دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر سیال وردګ په دې اړه وايي: دا یوه سیمه ییزه موضوع ده نو په دې برخه کې چې اسلامي امارت کومه مبارزه کړې پر هغې نړۍوالو هم اعتراف کړی او د سیمې هېوادونو هم کړی دی او د سیمې هېوادونو ته پکار دي چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي چې دغه پاتې برخه چې دوی ترې ویره لري، دغه هم محوه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال هم ویلي وو، چې صنعتي نشه یي توکي له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا څخه افغانستان ته قاچاق کېږي او له دغو هېوادونو یې غوښتي وو، چې افغانستان ته د صنعتي نشه یي توکو د ورتګ مخه ونیسي.

د اسلامي امارت ویاند له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق په اړه د ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې له نشه يي توکو سره مبارزه دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.

تصویر بندانگشتی

د ایران د کورنیو چارو وزیر ادعا لري چې، په افغانستان کې د شیشه په نوم د نشه يي توکو په تولید کې د پام وړ ډېرښت راغلی او په وینا یې دغه مساله ایران، سیمې او نړۍ ته اندېښمنونکې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وايي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو په ځانګړې توګه شیشې تولید ډېر شوی او دا مساله د ایران، سیمې او نړۍ لپاره خطرناکه ده.

سکندر مومني دغه راز زیاتوي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د پولو بندول د ایران د پولو پر امنیت اغېز کوي او دا کار د غیرقانوني ورتګ او د نشه ‎يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره کېږي.

ښاغلی مومني وايي: له بده مرغه سنتي نشه يي توکي راکم شوي خو صنعتي توکي زیات شوي، چې موږ ورته شیشه وایو. چې دا د ایران، سیمې او ټولې نړۍ ته ګواښ دی 

که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند له افغانستانه د نشه يي توکو د قاچاق په اړه د ایران د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې د رییس د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار کړی، چې له نشه يي توکو سره مبارزه دوه اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري.

د سیاسي چارو شنونکی، سید اکبر سیال وردګ په دې اړه وايي: دا یوه سیمه ییزه موضوع ده نو په دې برخه کې چې اسلامي امارت کومه مبارزه کړې پر هغې نړۍوالو هم اعتراف کړی او د سیمې هېوادونو هم کړی دی او د سیمې هېوادونو ته پکار دي چې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي چې دغه پاتې برخه چې دوی ترې ویره لري، دغه هم محوه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال هم ویلي وو، چې صنعتي نشه یي توکي له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا څخه افغانستان ته قاچاق کېږي او له دغو هېوادونو یې غوښتي وو، چې افغانستان ته د صنعتي نشه یي توکو د ورتګ مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه