Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځوانانو ترمنځ د نشه يي ګولیو زیاتې کارونې اندېښنې پیدا کړي

د کابل امنیه قومانداني وایي، په تېرو څو اونیو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ځواکونو له خوا اته زره ټابلیټ k کشف او ضبط شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې په پلازمېنه کې سلګونه کسان د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د ټابلیټ k د قاچاق، پلور او تولید په تور نیول شوي او عدلي ارګانونو ته ور پيژندل شوي دي.

ښاغلی ځدراڼ زیاتوي: پخوا خو له بهره ډېر را وارېدېدل خو اوس په ډېره کمه کچه دي چې یو قاچاقبر یې په ډېره خفیه توګه را انتقال کړي. موږ تر ډېره حده د دوی مخه نیولې ده. یو ځل مو اتیا زره ټابلیټ کا له مظنونینو سره ونیول او د قانون منګولو ته مو وسپارل.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند دغه راز وايي، چې د ټابلیټ K په ګډون یو شمېر نشه يي توکي له بهره هېواد ته راځي، خو په مشخص ډول يې څه ونه ويل.

یو شمېر ډاکټران وايي، ټابلیټ k یو ډول نشه يي توکي دي، چې په روږدي انسان کې د بدن د معافیت د کمښت ترڅنګ د دماغي اختلالاتو لامل ګرځي او ځینې وخت حتی د مړینې لامل کېږي.

یو ډاکټر، عبدالرشید امرخېل وايي: د بې اشتهایۍ سبب کیږي، د خولې د وچوالي سبب کیږي. د خولې سبب کیږي. د پوټکي د رنګ د بدلون سبب کیږي. د مخکې له وخته د زوړوالي سبب کیږي. د پښتورګو د تخریب سبب کیږي. دا په ټوله کې د مغزو د تنبه او اعتیاد دوا ده.

ورته مهال د پلازمېنې یو شمیر ځوانان له مسوولینو غواړي، چې په هېواد کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی، محمد عثمان و ویل: له حکومت مو غوښتنه دا ده چې لا زیاته هڅه وکړي چې د دغو دوا ګانو مخه ونیسي. ډېر ښه اقدام یې کړی او غوښتنه مو دا ده چې نوره هم هڅه وکړي څو هېواد له دغه ناورینه خلاص شي. 

د کابل اوسېدونکی، مجتبی هم و ویل: د ډېری دغو دواګانو جوشاند له بهره راځي. باید پولې کنټرول شي څو د ټابلیټ کا د اومو او لومړنیو موادو د را واردېدو مخنیوی وشي. 

تر دې وړاندې له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال هم ویلي وو، چې نشه يي توکي له ایران، پاکستان او منځنۍ اسیا افغانستان ته را قاچاق کیږي.
 
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په پلازمېنه کې سلګونه کسان د نشه يي توکو په ځانګړې توګه د ټابلیټ k د قاچاق، پلور او تولید په تور نیول شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه