Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وثیق: تر دې مهال څه باندې زر کسه هېواد ته راستانه شوي دي

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون وايي، د دغه کمیسیون له جوړېدو راهیسې څه باندې زر کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کمیسیون ویاند احمدالله وثیق طلوع‌نیوز ته وايي، یاد کسان د وزیرانو، والیانو او امنیه قومندانانو په ګډون د تېر حکومت ځینې نور چارواکي دي. 

احمد الله وثیق و ویل: « له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون له لارې تر دې مهاله ۱۰۰۸ تنه هېواد ته را ګرځېدلې دي او په دې کې هغه کسان هم شته چې تېر حکومت کې یې په لوړو پوسټونو دندې ترسره کړې دي، د وزیرانو، والیانو، معینانو او امنیه قومندانانو په کچه او د پولیسو او اردو په لیکو کې یې د افسرانو او جنرالانو په کچه دندې کړې دي.»

د چارو ځینې شنونکي بیا وايي، اسلامي امارت باید د دغو راستنو شویو چارواکو فزیکي خوندیتوب، د ژوند امکاناتو او کاري زمینو ته پام وکړي. 

د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځی وایي: « د دوی لپاره کاري زمینې برابرول پکار دي، ځکه یو نفر چې افغانستان ته راګرځي یوازې شتون یې نه دی پکار، د هغوی لپاره باید کاري فرصتونه او د سوداګرۍ زمینې برابرې شي.»
 
د سیاسي او نظامي چارو شنونکی، زلمي افغان یار و ویل: « کله چې کمیسیون د خپلې بلنې پر بنسټ کار کوي او سیاسیون هېواد ته راغواړي، نو خوندیتوب یې مهم دی او له بل لوري د اړیکو له لارې خبرو اترو ته لاره هوارېږي، کمیسیون ښه فعالیت کړی، خو ځینې وخت یې کړنې تر پوښتنې لاندې راځي چې د اړوندو ادارو له لوري تېروتنې کېږي.»

د وثیق په خبره، هغه کسان چې هېواد ته راستنېږي له هېڅ ګواښ سره نه دي مخ او د خوندیتوب کارتونه هم ورته وېشل کېږي.

شریک یي کړئ