د ترکیې ولسمشر د قیرغیزستان په پلازمېنه بېشکیک کې د ترک هېوادونو په یوولسمه سرمشریزه کې د سیمې سوله او ټيکاو د افغانستان له ثبات سره تړلی بولي او له افغانستانه د خپل هېواد پر ملاتړ ټينګار کوي.
رجب طیب اردوغان دغه راز زیاتوي چې د ده په باور، د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو پر بنسټ، پراخ چلند کولای شي افغانستان ته د نویو فرصتونو دروازې پرانیزي.
اردوغان وايي: «موږ د خپل هېواد د جغرافیایي سیمې ثبات او سوله د افغانستان له پرمختګونو بېل نه ګڼو. لکه څنګه مو چې تل ویلي، موږ تل د خپلو افغان وروڼو تر څنګ یو. له دې سره سره، زه باور لرم چې د سرپرست حکومت لخوا د بشري حقونو پر بنسټ د پراخ چلند غوره کول به افغانستان ته نوې دروازې پرانیزي.»
د ازبیکستان ولسمشر هم په دې سرمشریزه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منظمې ارتباطي کړنلارې جوړېدل مهم بولي او ټینګار کوي چې د افغانستان موضوع باید د ترک هېوادونو د سازمان له مهمو مسایلو مسایلو وي.
شوکت میرضیایوف دغه راز له سرپرست حکومت سره په اقتصادي او بیخ بنایي برخو کې همکاري د افغانستان د شته ستونزو په حل کې مهمه بولي.
ښاغلي میرضیایوف و ویل: «د افغانستان موضوع باید تل د دغه سازمان په اډانه کې زموږ محوري موضوع وي. په دې لړ کې د وزیرانو او کارپوهانو په کچه د منظمې ارتباطي کړنلارې جوړېدل مهم دي. موږ باور لرو چې د افغانستان د شته جدي او سختو ستونزو د حل په برخه کې له اوسني حکومت سره مرستې او همکارۍ، په سیمه ییزو اقتصادي بهیرونو کې د دغه هېواد پراخ ګډون او د ټولنیزو او بیخ بنایي پروژو پلي کېدو ته باید پام وشي.»
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د ترک هېوادونو د مشرانو د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تردې وړاندې یې د سیمې د هېوادونو هر ډول هڅې چې د افغانستان د وضعیت د ښه والي لپاره وي، ستایلې دي.
د سیاسي چارو شنونکی، معین گل څمکنی په دې اړه بیا وايي: موږ ډېرې نږدې اړیکې سره لرو، چې ژبنۍ دي، اسلامي دي، فرهنګي دي. موږ هم په افغانستان کې ترک تبار لرو. کیدای شي چې په دې برخه کې له افغانستان سره د ترکیې اړیکې ښې تمامې شي.
د ترک هېوادونو سازمان د ۲۰۰۹ کال د اکټوبر پر ۳مه د ترکیې، اذربایجان، قزاقستان او قرغزستان په ګډون جوړ شو.
اوس مهال د هنګري ترڅنګ د ۷ ترکي ژبو هېوادونو په ګډون اته هېوادونه د دغه سازمان غړيتوب لري.
په دې اړه مو اندونه