Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان شاوخوا د امنیتي کمربند له طرحې د ګډو ګټو هېوادونو ملاتړ

د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي اعلان کړی چې د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدو په تړاو د ټولیز امنیت سازمان د طرحې ملاتړ کوي.

سرګي لبدیف په مسکو کې د خپلواکو همګټو هېوادونو د امنیت شورا د منشیانو غونډې ته وایي چې هیله لري، د دغو هېوادونو هڅې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو د فعالیتونو، د نشه يي توکو د قاچاق، د وسلو د قاچاق او په سیمه کې د ناقانونه کډولی له کمښت سره مرسته وکړي.

 د خپلواکو همګټو هېوادونو سرمنشي، سرګي لبدیف ویلي:«موږ هیله لرو چې د دې ډلې کار د سیمې د وضعیت په شنډولو کې چې د نړیوالو ترهګریزو سازمانونو له فعالیتونو، د نشه يي توکو او وسلو له قاچاق او ناقانونه کډوالۍ سره تړاو لري، مرسته وکړي.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل پلو، د سیاسي چارو ځينې شنونکي د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدو په تړاو د خپلواکو همګټو هېوادونو د سرمنشي د څرګندونو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر  وايي: د ګډو ګټو هېوادونه د افغانستان له خلکو ویره نه لري. بلکې له سترو لویدیځو هېوادونو ویره لري څو په افغانستان کې ځينې ډلې جوړې نه کړي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، محمد بلال عمر هم وايي: لومړۍ موضوع چې د ګډو ګټو هېوادونه یې په پام کې لري، هغه اقتصادي بحث دی. هڅه کوي چې د سیمې امنیت وساتل شي او بیا اقتصادي راکړه ورکړه پراخه شي. د افغانستان او د مرکزي اسیا سوداګري لا زیاته شي.

د افغانستان په شاوخوا کې د امنیتي کمربند د جوړېدوطرحه په لومړي ځل د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جنورۍ میاشت کې د تاجېکستان د ولسمشر امام علي رحمان له خوا په دوشنبې کې د ټولیز امنیت تړون د سازمان په ځانګړې غونډه کې وړاندې شوه.

شریک یي کړئ