د اسلامي امارت ویاند وایي، د اته ماده ییز حکم لمخې به، له دې وروسته د وسلو او نظامي تجهیزاتو وېش د اسلامي امارت د مشر د دفتر له لوري ترسره کیږي.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې دا کار د نظامي تجهیزاتو د ساتنې او د دغو تجهیزاتو له غیر ضروري کارونې د مخنیوي په موخه شوی دی.
ښاغلي مجاهد په دې اړه داسې و ویل: دا له دې خاطره دي چې د وسلې ښه ساتنه وشي او په هغو مواردو کې چې اړتیا نه وي، وسله و نه کارول شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند هم د دغه حکم په تړاو د وضاحت په ورکولو سره وايي چې له دې وروسته به په ډیپوګانو کې زېرمه شوې وسلې او تجهیزات یوازې د اسلامي امارت د مشر په امر وېشل کېږي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع هم څرګنده کړه: تر دې وروسته کومه وسله چې پاتې کیږي او اضافه وي. د بیت المال اړوند وي یا د نظام وسله وي او له نامسووله کسانو راټوله شوې وي. نو د بیت المال د ضایع کېدو او ښې ساتنې په موخه دا وسله ډيپو کیږي او کله چې ورته اړتیا وي د اسلامي امارت د رهبر په اجازه را اخیستل کیږي.
د نظامي چارو شنونکی، زلمی افغانیار بیا وايي: دا یو مثبت ګام دی، په هر نظام کې ناوړه استفاده کوونکي خلک وو چې له وسلې یې ناسمه استفاده کوله. له دې لارې اوس مشخص کیږي چې څوک اړتیا لري او څوک ورته اړتیا نه لري. له بل پلوه د وسلې د مدیریت لپاره یوه واحده قوه موجوده وي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د اسلامي امارت د مشر د بل حکم له مخې، د ملکي ادارو، سوداګرو، صرافانو او نورو هېوادوالو لپاره د وسلو د جواز وېش د کورنیو چارو وزارت لخوا ترسره کېږي.