د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځینو ولایتونو کې د رسنیو د تړل کېدو په تړاو اوازې ردوي او وايي، په هېواد کې د رسنیو پر فعالیتونو هېڅ ډول ممنوعیت نه دی لګول شوی.
په هغه غونډه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا په مزارشريف ښار کې د دغه ادراتو د وياندويانو او د شمال زون د خبريالانو ترمنځ د همغږۍ په موخه جوړه شوې ده ، په کې د دغه وزارت د نشراتو معینیت سرپرست ضياء الحق حقمل هم ګډون کړی.
ښاغلي حقمل په ځينو ولايتونو کې د رسنيو د بندېدو په اړه اوازې رد کړې او ويې ويل، چې په هېواد کې د رسنيو پر فعاليت هېڅ ډول بنديز نه دى لګول شوى.
نوموړی زیاتوي، که څه هم د اسلامي امارت رهبري د تصویرونو او د کارولو په اړه اعتراضونه لري، خو رسنۍ یوه ټولنیزه اړتیا ده او باید خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
ښاغلی حقمل په دې اړه داسې وايي: داسې اوازې خپریږي چې رسنۍ بندیږي نو ان شاالله داسې کومه موضوع نشته. علمي ملاحظې خو پرې شته دی. اوس مهال زموږ د کار پر وړاندې کومه ستونزه نشته او که داسې څوک وي. په دولتي کارونو کې به که د امربالمعروف قانون پلی کېږي هم نو کیږي به خو زموږ په کار کې څه ستونزه نشته.
له بلې خوا په دې ناسته کې يو شمېر خبريالان د رسنيو د قانون نه شتون د اندېښنې وړ بولي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکي کې به د رسنيو د قانون د شریکېدو لپاره هڅې وکړي.
هغه زیاته کړه: ځینې نور مسایل هم شته چې په تړاو یې موږ په تیاره کې یو او همکاران نه پوهیږي چې څه وکړي. تېره ورځ هم د تصویرونو خبره را یاده شوه نو ما ملګرو ته و ویل چې په دې تړاو علمي او شریعي ملاحظې شته دی. د ملاحظې مخکې هم وې، اوس چې رسنۍ یو ضرورت دی نو د اړتیا پر بنسټ به کار کوو.
دبلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله نوراني هم بیا وايي: په تېرو درېیو کلونو چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی دی. اشغال پایته رسیدلی دی. زموږ رسنیو ته ډېرې ښې زمینې برابرې شوې دي. چارواکو ته لاسرسی هم سخت شوی دی، خو په دغو برخو کې کار شوی دی.
خبريالان، ویاندویان د رسنيو مسوولين او د رسنيو يو شمېر ملاتړي بنسټونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو د مرستيال هغه څرګندونې چې د رسنيو د فعاليتونو د دوام لپاره به د ويډيويي رسنيو مخه ونه نيسي، مهمه ګڼي.
په شمال حوزه کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول، عبدالطیف سهاک و ویل: کوم وضاحت چې نن د اطلاعاتو او کلتور رییس وړاندې کړ ډېر څرګند او روښانه و او که عملي شي د رسنیو ډېری ستونزې به حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې، د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د ویډیويي رسنیو د تړلو خبرونه خپاره شوي و، چې د رسنیو مسوولینو، ژورنالیستانو او د هېوادوالو د اندېښنو سبب شوی و.
په دې اړه مو اندونه