Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیې په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال ایستلي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ترکیې څخه د څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالو له ایستلو خبر ورکوي.

د دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان چې ځينې یې اسناد لري او ځينې یې نه‌لري، د لړم په ۱۸مه او ۱۹مه هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین له دغو کډوالو سره په کتنه کې ویلي، هڅه کېږي چې، راستنو شویو کډوالو ته کاري زمینه برابره کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې یوې برخه کې راغلي:«د روان لمریز کال د لړم پر ۱۸ او ۱۹ نېټو د ترکیې په استانبول ښار کې مېشت ۳۲۵ افغان مهاجرین چې، د اسنادو لرونکي او بې اسناده وو، د هوا له لارې خپل هېواد ته راستانه کړل شول.»

له دې سره سم، په ترکیې کې مېشت یو شمېر افغان کډوال بیا له انقرې غواړي چې، کډوالو ته د اسانتیاوو له برابرولو سربېره اسناد لرونکي ګډوال ونباسي.

په ترکیه کې افغان کډوال وحید امیني په دې هکله وايي:«له نړۍوالو بنسټونو په ځانګړې توګه له هغو چې، د کډوالۍ په برخه کې فعالیت لري، زموږ غوښتنه دا ده چې، د افغانانو پر ضد د ظلم، د هغوی د ایستلو او د ترکیې په پنډغالو کې د زرګونو افغانانو وضعیت ته رسېدنه وکړي. له سفارته هم زموږ غوښتنه دا ده چې، په دې برخه کې دې یو پلاوی وټاکل شي.»

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي هم څرګندوي:«له ترکیې د افغان کډوالو جبري ایستل د نړۍوالو کنوانسیونونو پر خلاف دي او نړۍوال سازمانونه باید په دې برخه کې مداخله وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او د سیمې له هېوادونو سربېره ځينو اروپايي هېوادونو هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه