د عدلیې وزارت په یوې خبرپاڼه کې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکې له بېرته راګرځولو خبر ورکوي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه ځمکې د هېواد په ۱۳ولایتونو کې بېرته راګرځول شوي چې، ډېره یې په تخار ولایت کې وه.
د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي په وینا، دغه ځمکې په ننګرهار، کندوز، تخار، پروان، غور، پنجشېر، لغمان، سرپل، سمنګان، بادغیس او میدان وردګ ولایتونو کې دي چې، له ارزونې وروسته راګرځول شوي او بېرته اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د عدلیې وزارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو د ۱۴۴۶هجري قمري کال د ربیعالثاني میاشتې په اوږدو کې په ۱۳ ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه دولتي ځمکه تر بررسۍ او تثبیت څخه وروسته استراد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.»
د عدلیې وزارت ویاند دغهراز زیاتوي چې، د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو په تېره یوه میاشت کې په ۲۴ ولایتونو کې ۵۲۰ زره جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.
د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، پر دې سربېره، په ۳۱ ولایتونو کې ۷۸۷ زره جریبه نوره ځمکه د دغه وزارت تر ارزونې لاندې ده.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر په دې هکله وايي:«د تېرو ۴۳ کلونو په لړ کې، دولتي او ولسي ځمکې د زورواکو له خوا غصب شوي دي. د اسلامي امارت دنده دا ده چې، دغه ځمکې د زورواکو له لاسه بېرته واخلي او اړمندو کسانو، په ځانګړې توګه هغو کډوالو ته چې، راستانه شوي ورکړل شي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین گل څمکنی هم په دې هکله څرګندوي:«موږ داسې کسان پېژنو چې، د غصب شویو ځمکو پوښتنه یې وکړي او د وکیل د نیولو وس نهلري. حکومت ته زموږ سپارښتنه دا ده چې، دغه برخې ته پاملرنه وکړي چې، په پای کې حق، حقدار ته ورسېږي.»
د عدلیې وزارت مسوولان وايي چې، د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او بېرته راګرځولو بهیر په ټولو ولایتونو کې روانه دی.
تر دې وړاندې هم د عدلیې وزارت په کابل او ځينو نورو ولایتونو کې د ۱۷ زره جریبه ځمکې د ارزونې خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه