Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ ته د لاسرسۍ لپاره د ا.ا غوښتنه

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوې غونډه کې له ملګرو ملتونو غوښتني چې، په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.

ښاغلي ستانکزي په دغې غونډه کې له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت په اړه ویلي چې، اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پر دې له ټینګار سره چې، دغه څوکۍ د افغانستان د خلکو حق دی، وویل:«په دې ټول عمر کې د افغانستان اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره ان‌شاالله همکارۍ ته حاضر دی او تل یې دا غږ کړی او خدای دې داسې حالت راولي چې، افغانستان په خپلو څوکیو کې، که په کوپ کې دي او که ملګرو ملتونو کې دي، نورو ځایونو کې دي، لاسته راوړي او د خلکو غږ تر دوی پورې ورسوي، راتلونکي کې دغه ناخوالې سره ختمې شي او ورکې شي.»

ښاغلی ستانکزی همداراز زیاتوي، اسلامي امارت د امریکا او لوېدیځو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي.

د نوموړي په خبره، دوی د نړۍ له هېڅ هېواد سره دښمني نه‌لري او له امریکا او نورو هېوادونو د دوستۍ په فضا کې د همکارۍ غوښتوونکي دي.

شېر محمد عباس ستانکزی څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت، غواړي چې، له ټولې نړۍ سره په ځانګړې توګه له د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره، له غټو قدرونونو سره، چین، روسیې او امریکا سره ښې او دوستانه اړیکې ولري، تاسو به اورېدلي وي چې، موږ تل دغو قدرونو او قوتونو ته وړاندیز کړی، افغانستان نور نه غواړي چې، له نورو هېوادونو سره په دښمنۍ کې وي، په تقابل کې وي.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په دې وروستیو کې موږ وینوو چې، د ختیځو هېوادونو سربېره چې، د درې کلونو په لړ کې یې له موږ سره نږدې اړیکې لرلې دي، اروپايي هېوادونه هم لېوالتیا لري او غواړي چې، له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې ښې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی؛ خو دامهال ځینې هېوادونه له اسلامي امارت سره ښې اړیکې او مثبت تعامل لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه